د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د ۱۱ ټنه بم کارول به چاپیریال ته کوم زیانونه واړوي؟


پنټاګون وايي چې د امریکا پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر مرکزونو تر ټولو ستر غیر اټمي بم غورځولی دی.

د پنټاګون یو ویاند وايي، د جي بي یو ۴۳ په نوم دا بم چې د امریکا پوځ یې د ټولو بمونو د مور په نوم یادوي ۱۱ ټنه چاودیدونکي مواد درلودل.

د افغانستان د تېرو نېژدې څلورو لسیزو په جګړو کې د کارول شویو بمونو دقیق شمېر نه دی معلوم که څه هم دا شمېر ښايي لسګونه زرو ته ورسېږي خو په یو ځل د ۱۱ ټنه بم کارول به چاپیریال ته کوم زیانونه واړوي؟

په دې اړه احمدتکل د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پالیسۍ او عامه اړیکو له معین عبدالولي مدقق سره خبرې کړي.

ښاغلي مدقق د مرکې په پیل کې پر چاپیریال د دې ډول بم د اغېزو په اړه خبرې کړي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG