د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

افغانستان کې د داعش ضد عملیاتو کې امریکايي سرتېری وژل شوی


د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو ویاند په یوه بیان کې چې پرون شپه ناوخته د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت پر رسمي ټویټرپاڼه خپور شو ویلي، یو امریکایي سرتېری د همدې ورځې په ماښام په ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال سخت ټپي شو چې وروسته‌یې سا ورکړه.

تورن بېل سالوین «Bill Salvin» ویلي، دا سرتېری د ځانګړو امریکايي ځواکونو له منسوبانو څخه و.

بیان د سرتېري د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‎دي خپاره کړي.

افغان او امریکايي ځواکونه له تېرو نېږدې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد جنګېږي.

وروسته له دې چې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د پوځي عملیاتو مسؤلیت له ناټو څخه د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو او ډېره برخه امریکايي سرتېري له افغانستانه ووتل نو د نړیوالو پوځیانو د تلفاتو په شمېر کې هم ناڅاپي کموالی راغی.

افغانستان کې یو امریکايي سرتېری داعش ضد عملیاتو کې وژل شوی

امریکايي چارواکي د استخباراتي سرچینو پر بنسټ وايي، داعش ډله تر ډېره ننګرهار او کونړ ولایتونو کې فعاله ده.

د امریکايي چارواکو د اټکل له مخې دې سیمو کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر ښايي ۷۰۰ کسانو ته ورسېږي خو افغان چارواکي وايي چې شااوخوا یو نیم زر کسان د دې ډلې د وسله‎والو په لیکو کې فعالیت لري.

اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنوري میاشت کې د خراسان ولایت په نوم په افغانستان کې د خپلې څانګې د فعالیت د پیلېدو خبر ورکړ او له هغه راهیسې یې د کابل د سردار محمد داوود خان پر روغتون او د شیعه‎ګانو پر اهدافو د بریدونو په ګډون د ګڼو وسله‎والو حملو مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG