د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

اوباما: ډونالډ ټرمپ د ناټو تړون ته ژمن دی


د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو او په‌کې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ له بریالیتوب وروسته ولسمشر بارک اوباما د لومړي ځل لپاره د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د راتلونکي په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

اوباما چې د یونان، جرمني او پیرو د سفر لپاره چمتووالی نیسي وویل، د امریکا متحدینو ته به له دوی سره د امریکا د ملاتړ د دوام په اړه ډاډ ورکړي.

ولسمشر بارک اوباما
ولسمشر بارک اوباما

ښاغلی اوباما وویل:

"یو پیغام چې زه‌یې دوی ته رسوم دا دی چې ډونالډ ټرمپ د ناټو تړون ته ژمن دی. دا تړون نه‌یوازې د اروپا بلکې د امریکا لپاره هم ډېر مهم دی."

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزې پر مهال د ناټو پر تړون انتقادونه کړي وو.

نوموړي هغه مهال ویلي و چې په دې تړون کې د امریکا متحدان خپله ونډه په سمه توګه نه ادا کوي.

بارک اوباما د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په اړه اندېښنې لري خو ټینګار یې وکړ چې نوموړي ته باید فرصت ورکړل شي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه:

"فکر کوم چې نوموړي ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې پرېکړې وکړي. د امریکا خلک به څو کاله وروسته دا قضاوت وکړي چې ایا دا پالېسي یې خوښه ده او هغه لاره ده چې دوی غواړي امریکا پرې روانه شي؟"

ولسمشر بارک اوباما همدارنګه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ باید یوه ښه کاري او مؤثره ډله وګماري.

ولسمشر بارک اوباما د انتخاباتي مبارزو پر مهال د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې وویل چې انتخاباتي شعارونه او عملي کار له یو بل سره ډېر توپیر لري.

ولسمشر بارک اوباما همدارنګه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ باید یوه ښه کاري او مؤثره ډله وګماري.
ولسمشر بارک اوباما همدارنګه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ باید یوه ښه کاري او مؤثره ډله وګماري.

اوباما همدارنګه دا هم وویل چې په انتخاباتو کې له بریا وروسته د ټرمپ پیغام هیله بخښونکی و او نوموړی به هڅه وکړي چې هر څه متوازن پر مخ بوځي.

بالاخره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پیغام دا و چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د خلکو انتخاب و او د دې هېواد راتلونکی ولسمشر به وي.

ټاکل شوې ده چې جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه نېټه د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

XS
SM
MD
LG