د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

ناټو: باید د اروپا او امریکا پر همکارۍ شک ونه‎شي


د ناټو عمومي منشي وايي، لوېدیځ له سترو امنیتي لانجو سره لاس او ګرېوان دی نو ځکه د امریکا لپاره باید د ناټو یوازې پرېښودل یوازینی انتخاب نه‌وي.

په داسې حال کې چې د ناټو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو سختې اندېښنې پارولي د دې ټلوالې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ لیکي چې لوېدیځ اوس له خورا سختو ستونزو سره مخامخ دی او باید د اروپا او امریکا پر همکارۍ شک ونه‎شي.

د ناټو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو سختې اندېښنې پارولي
د ناټو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو سختې اندېښنې پارولي

په انتخاباتي کمپاینونو کې د ټرمپ څرګندونې هغه مهال د اندېښنو باعث شوې چې ناټو یې منسوخه ټلواله وبلله او ویې‌ویل واشنګټن د ناټو غړو هېوادونو ته د احتمالي ګواښ پر مهال د مرستې په اړه یوازې په هغه صورت کې باید غور وکړي چې په ناټو کې یې وړ مالي ونډه پرې کړې وي.

دې څرګندونو د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ د ډله‌ییزې دفاع د ژمنې په اړه چې د ناټو د چارتر په پنځمه ماده کې یې یادونه شوې شکونه رامنځته کړل.

سټولټنبرګ په خپله لیکنه کې زیاتوي، د ناټو د تړون دا ماده چې پر یوه غړي حمله پر ټولو غړو حمله ګڼل کېږي یوازې د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه پر امریکا د ترورېستي حملو پر مهال عملي بڼه ونیوله.

د ناټو عمومي منشي لیکي:

هغه مهال شاوخوا ۱۰ زره اروپايي سرتېرو پر امریکا د برید په وړاندې د مستقیم ځواب په وسیله خپله ونډه ترسره کړه.

سټولټنبرګ لیکي ناټو د اروپا یووالی ممکن کړ او سړه جګړه‌یې پای ته ورسوله ځکه اروپايي مشران پوهېدل چې دا کار په یوازې ځان نه‎شي کېدای.

نوموړی په خپله لیکنه کې زیاتوي چې ناټو د ترورېزم پر ضد جګړه او د روسیې په وړاندې چې خورا زیاته ادعا لري، په غبرګون کې مهم رول لوبولی دی او په عین حال کې امریکايي مشران هم د امریکا ګټې په یوه باثباته اروپا کې ویني.

د ناټو د لګښتونو په سلو کې اویا اوس‌مهال متحده ایالات ورکوي خو د ناټو عمومي منشي په خپله لیکنه کې مني چې اروپايي هېوادونه باید د دې ټلوالې په مالي لګښتونو کې خپله ونډه زیاته کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپټمبر میاشت کې وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به خورا زیات ښې اړیکې ولري.

ډونالډ ټرمپ په سپټمبر میاشت کې وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به خورا زیات ښې اړیکې ولري.
ډونالډ ټرمپ په سپټمبر میاشت کې وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به خورا زیات ښې اړیکې ولري.

ټرمپ همداراز ویلي و چې له پوتین سره په خبرو اترو کې تر ولسمشر بارک اوباما دی ښه مرکچي دی.

د مسکو او لوېدیځ اړیکې وروسته له هغه په بې‎ساري ډول ترینګلې شوې چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې له اوکراینه د کریمیا ټاپو ونیو او بیا یې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني پوځ او روس پلوو بېلتون‌پالو تر منځ د جګړې اور بل کړ.

XS
SM
MD
LG