د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

ټرمپ به د روسیې په اړه د امریکا سیاست څه ډول وارزوي؟


د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ تر بریالي کېدو وروسته د هغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوې په ځانګړي ډول دا چې دی به د روسیې په برخه کې د امریکا سیاست څه ډول بیا ارزوي؟

دوې اوونۍ مخکي تر دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شي، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واشنګټن پروړاندې د شکایتونو یو لیست خپور کړ.

پوتین یو داسې قانون توشیح کړ چې د پلوتونیوم لرونکو وسلو د ذخېرو راکمولو په دوه اړخیزه تړون کې یې د روسې ګډون وځنډاوه.

ولادیمیر پوتین دغه راز د روسیې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د لېري کېدو او په ختیځې اروپا کې د امریکا د پوځي حضور د کمېدو غوښتنه وکړه.

پوتین ختیځې اروپا کې د امریکا د پوځي حضور د کمېدو غوښتنه وکړه.
پوتین ختیځې اروپا کې د امریکا د پوځي حضور د کمېدو غوښتنه وکړه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي دفتر لیکلي چې ډونالډ ټرمپ د بارک اوباما پر خلاف په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویلي وو چې له مسکو سره ښې اړیکې پالل غواړي او ویلي یې دي چې د تروریزم سره د مبارزې په څېر نورو برخو کې به له روسیې سره همکاري وکړي.

اوس چې ډونالډ ټرمپ له خپل ډیموکراټ سیالې هېلري کلېنټن څخه انتخابات وګټل، روسي چارواکي د امریکا نوي ولسمشر ته د یوه داسې کس په توګه خوشبین دي چې کېدای شي کار ورسره وکړي.

ټرمپ چې په خپل انتخاباتي کمپاین کې د روسیې د ولسمشر په اړه د مثبتو نظرونو په څرګندولو سره له انتقادونو سره مخامخ شو، خپل ځان یو بریالی توافق کوونکی بللی او وایي، له مسکو سره د یوه داسې توافق غوښتوکی دی چې د روسیې لپاره ښه او د امریکا لپاره عالي وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ټرمپ به له روسیې سره څه ډول چلند وکړي، ځکه ده ته د مخکینۍ ادارې څخه ډېر مسایل ورپاتې دي، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي برخه لیکي، ټرمپ کولی شي د ډیموکراټانو د ادارې ځينې تګلاري بدلې کړي چې پر روسیې د بندیزونو مسئله یوه له دغو تګلارو ده.

د امریکا پخوانۍ ادارې د کریمیا د الحاق له کبله پر مسکو اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۱۲ کال د قانون په برخه کې چې مګنیتسکي اکټ

«MagnitskyAct » نومېږي، لږ انعطاف ولري.

د دغه قانون له مخې د یوه روسي افشاګر او محاسب سرګي مګنیتسکي تر مرګ وروسته پر ۳۹ روسي وګړو په علني ډول او پر یو نامعلوم شمېر روسانو په مخفي ډول د ویزې د ورکړې محدودیت لګول شوی دی.

روسیه له ډېره وخته د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د ختیځ په لور د ناټو تړون د غځېدو له کبله غوسه ده.

ډونالډ ټرمپ هم په پرله پسې ډول د ناټو پر تړون انتقاد کړی دی.

ټرمپ مخکې ویلي و چې ناټو تړون له کاره لوېدلی تړون دی.
ټرمپ مخکې ویلي و چې ناټو تړون له کاره لوېدلی تړون دی.

​د پوتین لخوا نوی توشیح شوی قانون د امریکا له نوي ادارې غواړي چې د بالتیک دریو هېوادونو په ګډون د اروپا په ختیځ کې د ناټو پوځي حضور کم کړي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ د سراعلی قوماندان په توګه کولی شي په بالتیک کې د دغه هېواد پوځي حضور و ارزوي.

تر ټولو مهمه دا چې د پوتین لخوا د پلاتینیوم د توافق قانون له واشنګټن څخه غواړي چې له روسیې سره غیردوستانه پالیسۍ ختمې کړي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي دفتر زیاتوي د امریکا نوی ولسمشر د یوه لومړني حرکت په توګه کولی شي د ولسمشرۍ د دوه اړخیزه کمېسیون د بیا جوړېدو هڅي وکړي.

ډونالډ ټرمپ او د هغه انتخاباتي ډلې له روسیې سره د بارک اوباما د ادارې چلند ناکامه بللی دی، خو دا لا روښانه نه ده چې ایا د امریکا نوی منتخب ولسمشر به د ولسمشرۍ دوه اړخیز کمېسیون بیا راپورته کړي که څنګه.

د ولادیمیر پوتین ویاند د نومبر پر لسمه ویلي وو چې ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر پوتین په بهرنیو پالیسیو کې ورته اصول مخته وړي.

XS
SM
MD
LG