د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

انډیپینډنټ: د ټرمپ بري ته د روسیې خوشحالي او د اروپا اندېښنې


د نړۍ ډیریو ورځپاڼو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ د بري په اړه لیکنې او تبصرې خپري کړي دي.

ډېرو د ټرمپ بری حیرانوونکی بللی دی.

د بریتانیا انډیپینډنټ ورځپاڼې د ټرمپ بري ته په اشارې ویلي «روسیه خوشالي کوي او اروپا اندېښنه.»

ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاینونو په ترڅ کې ویلي و چې له روسیې سره به اړیکې نېږدې کړي او د ناټو له اروپايي غړیو به وغواړي چې په ناټو کې د امریکا په شان مالي ونډه زیاته کړي.

واشنګټن پوسټ دې ته ورته نظر څرګند کړی دی خو د اروپا په ځای یې د متحدو ایالتونو ګاونډی هېواد یاد کړی«روسیه خوښي کوي، مکسیکو اندېښنه.»

ټرمپ امریکا ته د مکسیکویانو د ورتګ د مخنیوي لپاره د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال د جوړولو خبره کړې او ویلي یې دي چې مصرف به یې له مکسیکو واخلي.

د امریکا له انتخاباتو پرته د افغانستان په اړه د نړۍ په اکثرو ورځپاڼو کې خپل هېواد ته د شربت ګلې د ستنېدو موضوع یاده شوې ده.

د پاکستان چاپ ډي نیوز انټرنېشنل ورځپاڼې بیا د افغان مهاجرو د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د زرګونو پاکستانیانو له لوري د افغان مهاجرو د کارتونو د ترلاسه کولو موضوع مطرح کړې ده.

ورځپاڼه د پاکستان د ملي ډیټابېس ادارې د چارواکو له قوله وايي چې ۱۰ زره پاکستانیانو د افغان مهاجرو په نوم د مهاجرت کارتونه ترلاسه کړي څو په وسیله یې پیسې ترلاسه کړي.

د دې ادارې کارکوونکو همدا راز ویلي چې په دې اړه یې د سې شنبې په ورځ د پېښور محکمې ته خبر ورکړ.

د پاکستان د ملي ډیټابېس ادارې مسؤلان وايي، امنیتي ځواکونه به د هغو زرګونو پاکستانیانو پر ضد اقدام وکړي چې په غیرقانوني ډول یې د افغان مهاجرو کارتونه اخیستي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کابل په ژوبڼ کې د یوازیني پاتې خوګ چې په خنزیر مشهور دی، کیسه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، خنزیر د کابل ژوبڼ ته په ۲۰۰۲ میلادي کال راوړل شو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي چې دا خنزیر د چین له لوري له یوه بل خوګ او یوه یږ سره افغانستان ته د سوغات په توګه ورکړای شو. خو دوه کاله وروسته یې جوړه هغه مهال مړه شوه چې یږ پرې حمله وکړه.

واشنګټن پوسټ خنزیر د کابل په ژوبڼ کې یوازینی او تر ټولو مشهور خوګ بللی چې نندارچیان یې د قفس په شاوخوا کې لیدو ته راټولېږي.

د کابل د ژوبڼ کارکوونکو واشنګټن پوسټ ته ویلي، سره له دې چې د خوګ غوښه په اسلام کې ناروا ده خو خنزیر یو بې غرضه ځناور دی او چا ته یې تاوان نه رسېږي.

XS
SM
MD
LG