د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

ټرمپ: مسلمانانو او هسپانوي ژبو باندې له حملو خواشینی یم


د امریکا متحده ایالتو منتخب ولسمشر وايي، په مسلمانانو او هسپانوي ژبو باندې له حملو خواشینی دی او هر څوک چې دا ځورونې کوي باید له خپل دې کاره لاس په سر شي.

ډونالډ ټرمپ دا خبرې له «سي. بي. اس» ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه همداراز ټينګار وکړ چې له همجنس‎بازانو سره کومه ستونزه نه‎لري ځکه چې د ده په خبره سترې محکمې هغوی ته دا قانوني اختیار ورکړی دی چې له یو بل سره واده وکړي.

ټرمپ هغو مظاهره‎چیانو ته چې د هغه د انتخاب پر ضد شعارونه ورکوي وویل چې "ډارېږئ مه موږ به خپل هېواد بېرته په خپل حال ورسوو."

د ډونالډ ټرمپ له انتخاب وروسته هره ورځ د امریکا په لویو ښارونو کې لاریونونه کېږي او خلک وايي چې ټرمپ نه‌مني.

میلیاردر ټرمپ د امریکا متحده ایالتو په ولسمشریزو ټاکنو کې هېلري کلېنټن ته چې د ډموکراټانو کاندیده وه ماته کړه او د ۲۷۹ انتخاباتي کالجونو په ګټلو سره د امریکا متحده ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه انتخاب شو.

د یوه بل خبر له مخې د امریکا منتخب ولسمشر د خپل دفتر رئیس او ارشدسلاکار په توګه دوه تنه وټاکل.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د مرکزي کمېټې مشر او د ټرمپ د انتخاباتو قوي متحد رینس پرایبوس د ټرمپ دفتر د رئیس په توګه ټاکل شوی دی او سټیفن بنن ته هم د ټرمپ د ارشد سلاکار او پالېسي جوړونکي دنده سپارل شوې ده.

تمه ده ټرمپ له خپل نوي حکومت سره د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه پر ځای او دنده پیل کړي.

XS
SM
MD
LG