د لاسرسي لېنکونه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دی به خپله هغه ژمنه چې میلیونونه غیر قانوني کډوال به له امریکا څخه وباسي، عملي کړي.

ټرمپ وايي، د جنوري په شلمه چې د ولسمشر په توګه په کار پیل کوي، نو ښايي سمدستي شاوخوا درې میلیونه کډوال له امریکا څخه وایستل شي.

ټرمپ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې چې پرون خپره شوه، وویل دی به جنایتکاران، هغو چې جنايي سوابق لري، د جنایتکارو بانډونو غړي او د مخدره موادو قاچاقبران ونیسي او زیاته‌یې کړه، د ده د پلان له مخې له ټولو ۱۱ اعشاریه درې میلیون هغو کډوالو څخه چې نه‎دي ثبت شوي له دوو تر درې میلیونو پورې خلک ښايي سمدستي یا وایستل شي او یا بندیان شي.

منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه چې ایا د امریکا او مکسیکو په ټول سرحد کې د امنیتي دېوال د جوړولو ژمنه به عملي کړي کنه وویل، په ځینو برخو کې به که کانکرېټي هم نه‌وي خو یو دېوال به خامخا وي.

XS
SM
MD
LG