د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

عبدالله: د حکومت دوام د سیاسي توافقنامې تطبیق پوري تړلی دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، په سیاسي ډګر کې شته ستونزې د سیاسي هوکړه لیک د نه عملي کېدو له امله رامنځ ته شوي.

عبدالله عبدالله یو وار بیا د ملي وحدت حکومت د دوام لپاره د سیاسي هوکړه لیک پر بشپړ عملي کېدو ټينګار وکړ او وايي، د ملي وحدت حکومت هغه وخت استحکام موندلی شي چې دغه هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي شي.

ښاغلي عبدالله چې د جمعې په ورځ یې د مصطفی کاظمي او ورسره پلاوي د نهم تلین غونډې ته وینا کوله وویل چې په امنیتي او بشري برخه کې د هېواد وضعیت د ناورین خوا ته روان دی خو په وینا یې حکومت د حالاتو ښه کېدو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه:

"نن هم موږد ملي وحدت حکومت د پایو استحکام اړین بولو خو دا استحکام د هغې موافقت نامې د ټولو موادو د عملي کولو پر اساس رامنځ ته کېږي چې په نتیجه کې یې د ملي وحدت حکومت جوړ شو."

نوموړي له دې مخکې هم د سیاسي هوکړه لیک د ځينو برخو د نه تطبیق په خاطر پر ولسمشر انتقادونه کړي و.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وایي، د قدرت له عادلانه ویش پرته پراخ سیاسي مشارکت نه رامنځ ته کېږي.

ښاغلی رباني وایي چې متمرکزه نظام ستونزمن شوی او د ملي وحدت حکومت د جوړېدو د سیاسي هوکړه لیک د ژر عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

نوموړي زیاته کړه:

"د هېواد په سیاسي جوړښت کې د قدرت د مناسباتو د ناسم تعریف په خاطر تاسو وینی چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ د سیاسي بحثونو شاهدان یو چې نه باید په اوسنیو حساسو شرایطو کې کار دې ځای ته رسېدلی وای."

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او په ښې حکومتوالی کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود هم څه وخت مخکې د ولسمشر پر کړنو انتقادونه درلودل.

ښاغلي دوستم هم د ولسي جرګې د غړو د نهم تلین غونډې په مناسبت پیغام کې د سیاسي هوکړه لیک د عملي کېدو، د لویې جرګې او عادلانه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وایي چې د حکومت اجرات او د کابینې مقرریاني اوس هم د همدې هوکړه لیک له مخې کېږي.

مینه پال: د سیاسي توافق نامې پر اساس ټول اقدامات او اجرات شوي.
مینه پال: د سیاسي توافق نامې پر اساس ټول اقدامات او اجرات شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیاسي توافق نامې پر اساس ټول اقدامات او اجرات شوي دي او د هغې په رڼا کې ګمارني او ټاکني شوي دي، ولې پوهېږی چې ډیموکراتیک نظامونه د لرلید بېلوالی لري او دا یو اصل دی."

سیاسي کارپوه بشیر بیژن وایي، تر څو چې حکومتي مشران د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورنه کړي، اختلافات او د خلکو اندېښنې به همداسي دوام وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG