د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

کابل چاپ ورځپاڼو د سیاسي مشرانو د اجماع په اړه تبصرې کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان سیاسي مشرانو د اجماع او له طالبانو سره د پاکستان د مالي او پوځي مرستو په اړه لیکنې او مطالب خپاره کړي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو د حملو له زیاتوالي سره ولسمشر غني هڅې پیل کړي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره سیاسي اجماع رامنځ ته کړي.

په مطلب کې راغلي چې په دې اړه د ارګ په ماڼۍ کې د پنجشنبې په ورځ غونډه هم جوړه شوې وه.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په دې اړه یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه جوړه شوې غونډې کې سیاسي او پخواني جهادي مشرانو ګډون درلود.

په مطلب کې ویل شوي چی د غونډې ګډونوالو د سولې له لارې د امنیت پرټینګښت ټینګار کړی.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې په فراه کې پاکستاني پوځيان د وسله والو طالبانو په ملاتړ جنګېږي.

د مطلب لیکوال ویلي چې په فراه کې د طالبانو مشري پاکستانی جنرال کوي او پاکستاني کمانډوځواکونه د طالبانو ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو پرضد جګړه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې ویلي چې ولسمشر غني پر ملي مسایلو له ملي، سیاسي،جهادي او دیني مشرانو سره سلا مشوره وکړه.

په مطلب کې د ولسمشر غني هغه خبره هم را اخیستل شوې چې ویلي یې دي د افغانستان د پرمختګ دښمنانو غوښتل چې د بروکسل او وارسا کنفرانسونو لاس ته راوړنې او له حزب اسلامي سره د سولې توافقنامه کم ارزښته وښیي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې په یوه مطلب کې د هرات د امنیت په اړه په پنځمه نړیواله غونډه کې د یوې امریکایۍ استادې «کریستین فر« له قوله ویلي چې پاکستان خیانت کاره دی او د ترهګرو ملاتړ کوي.

په دې هکله مطلب کې د یوه پاکستاني جنرال غبرګون هم اخیستل شوی چې ویلي یې دي پاکستان یو هېواد نا امنه کړی، خو امریکا د نا امنیو لمن څو هېوادونو ته غځولې ده.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې پاکستان له امریکا پیسی اخلي او وسله والو طالبانو ته یې ورکوي.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې روانه جګړه کورنی اړخ هم لري، خو د هرات د پنځم نړیوال امنیتي کنفرانس یوه بهرني ګډونوال څرګنده کړې چې پاکستان له امریکا نه د مالیاتو پیسي اخلي او هغه د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته ورکوي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG