د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

"د حکومت له هوکړې څخه د یو شمېر سیاستوالو درک عجیب دی"


د افغانستان اجراییه رییس وايي چې د ملي یووالي حکومت له توافقنامې څخه د یو شمېر افغان سیاسستوالو درک د تعجب وړ دی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې وویل، د اپوزیسیون په ګډون ځینو سیاستوالو دغه توافقنامه نه ده لوستې او د جان کري له څرګندونو وروسته تازه یوه واقعیت ته متوجې شوي دي.

که څه هم عبدالله په ښکاره د چا نوم یاد نه کړ، خو د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د ښاغلي عبدالله مطلب د ملي شورا د ځینو غړیو په ګډون هغه کسان دي چې د ملي وحدت حکومت د موافقتامې خلاف دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو د مشرانو جرګې په ګډون د بېلابېلو سیاسي ډلو غبرګون راوپاروه
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو د مشرانو جرګې په ګډون د بېلابېلو سیاسي ډلو غبرګون راوپاروه

وروسته له هغې چې د ملي یووالي حکومت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو د مشرانو جرګې په ګډون د بېلابېلو سیاسي ډلو غبرګون راوپاروه، اجرائیه ریئس وایي، دغه درک د تعجب وړ دی.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې خبرې کولې هیله وښوده چې د افغانستان په سیاست کې ښکیل کسان باید د ملي یووالي حکومت سیاسي توافق نامه په دقت ولولي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر مخور سیاستوال تازه یوه واقعیت ته متوجې شوي چې دا ماته د تعجب وړ ده، زموږ هیله دا وه هغه کسان چې په سیاست کې غواړي رول لري حد اقل یو ځل یې دغه توافقنامه باید مطالعه کړې وای."

"د حکومت له هوکړې څخه د یو شمېر سیاستوالو درک عجیب دی"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

عبدالله عبدالله په مستقیمه توګه د کوم سیاستوال نوم وانخیست، د امریکا بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو د ملي شورا په ګډون د بېلابېلو بنسټونو او اشخاصو غبرګون راپارولی.

له دې وړاندې د حراست او ثبات شورا، د انوار الحق په مشرۍ نوې ملي جبهې ویلي و چې د ملي وحدت حکومت موده دوه کاله ده او له هغه وروسته حکومت قانوني مشروعیت نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې وویل، د ملي وحدت حکومت توافق نامه چې د ده په حضور کې لاسلیک شوې پای نه لري او د پنځو کلونو لپاره ده.

له دې وړاندې بیا د سیاستوالو او عامو خلکو ترمنځ ذهنیت دا وو چې د ملي وحدت حکومت موافقه دوو کلونو لپاره ده او د دوو کلونو په تېرېدو به لویه جرګه را غوښتل کیږي او د حکومت بڼه به بدلون مومي.

ودیر ساپی وايي، د عبدالله څرګندونې هغه سیاسيتوالو ته متوجې دي چې د ملي وحدت حکومت د توافقنامې خلاف دي.
ودیر ساپی وايي، د عبدالله څرګندونې هغه سیاسيتوالو ته متوجې دي چې د ملي وحدت حکومت د توافقنامې خلاف دي.

د ملي وحدت حکومت د سیاسي توافقنامې په یوه ماده کې راغلي چې تر دو کلونو پورې باید لویه جرګه را وغوښتل شي، خو د حکومت څه باندې یو نیم کال تېر شوی، خو تر اوسه د لویې جرګې څرک نه لګیږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله څرګندونې د مشرانو جرګې د مشر په ګډون هغه سیاسيتوالو ته متوجې دي چې د ملي وحدت حکومت د توافقنامې خلاف دي.

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"دا خو په ښکاره ځینو سیاستوالو ویلي دي او همدارنګه د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم ویلي و چې دا ډېره د شرم خبره ده چې کري راځي او دا مسایل حلوي، هغه ویلي و دا مسایل عبدالله عبدالله او اشرف غني هم په خپل حل کولای شول."

استاد ودیر ساپي هم مني چې د ملي وحدت حکومت موده یو ځل بیا جان کري غځولې چې دا افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه ده.

نوموړی وایي، د حکومت د پایښت په اړه دا ډول څرګندونې باید خپله افغان چارواکي وکړي او له بهرني ادرسه دغه ډول خبرې طبیعي خبره ده چې حساسیتونه را پاروي.

له دې مخکې د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار د اوسني حکومت د سیاسي هوکړه لیک په اړه د جان کري دریځ د افغانستان د اساسي قانون خلاف ګڼلې.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG