د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ولسمشر او اجرايي ریس ترمنځ د اختلافاتو حل ته څه شوي؟


د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو په اړه حکومتي چارواکي او د دواړو لوریو پلویان بېلابېل نظرونه لري.

د حزب اسلامي رییس او د انتخاباتو پرمهال د عبدالله عبدالله ملګری عبدالهادي ارغندیوال وايي، د کسانو د ګمارلو او معرفي پر سراختلافونه موجود دي او د کابینې د غړیو د معرفي په اړه د دوی مشورې هم له پامه غورځول شوي دي.

اجرايي ریاست هم تور پورې کوي چې ځیني وخت له سیاسي توافقنامې سرغړونه کیږي.

د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو مساله کرار کرار تودیږي او ویل کیږي چې ورځ تر بلې په یوه نه په یوه خبره ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرايي ریاست سره مخالفت کوي.

د حزب اسلامي رییس او د انتخاباتي کمپایونو پرمهال د اجرایي رییس ملګري عبدالهادي ارغندیوال ازادۍ راډیو ته وویل چې اختلافونه موجود دي خو هواري ته یې هڅه نه ده شوې.

دی وايي، هغه مشورې چې دوی د کابینې د معرفي په اړه ولسمشرته ورکړې وې یواځې هرکلی ترې وشو؛ عملي شوې نه ده او نتیجې یې د اوسنیو اختلافونو رامنځته کیدل دي:

″په ځینو مواردو کې خامخا مشکل پیدا کیږي. کله چې دوه ټیمونه سره یوځای کیږي.

اختلاف نظر موجود دی. زما مشوره جناب رییس جمهور او ډاکټر صاحب عبدالله ته دا وه چې تاسو مخکې له دې چې د کابینې غړي معرفي کړئ یو کمیسیون وټاکئ چې هغه یې پاس کړي.

زما له مشورې که څه هم ډاکټرغني د کابینې په مجلس کې مننه وکړه خو په عمل کې په نظرکې نه ده نیول شوې.″

ښاغلی ارغندیوال وايي، که له مشورې پرته ځیني کسان چې د ملت په خوښه نه وي د حکومتي څوکیو لپاره معرفي شي خامخا به د مخالفت وړ وي.

په عین حال کې د افغان ولسمشرنږدې ملګري بیا په دې نظر دي چې اختلافونه ډېرجدي نه دي او یواځې په ښکتوسطحو کې ځیني کسان هڅه کوي چې د خپل ځان لپاره ځای ولټوي.

معین مرستیال چې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال یې له افغان ولسمشراشرف غني ملاتړکاوو ازادۍ راډيو ته وویل چې اختلافونه د حل وړدي خو د ځینو خلکو فشارونو اجرایه رییس اړ کړ چې ځینې څرګندونې وکړي:

″زه د ډاکټرعبدالله او اشرف غني دواړو ترمنځ د فکرونو تفاوت ډېر عمیق نه ګورم.

اختلاف ان زه نه ورته وایم چې وجود دې ولري. لیکن څه چې ډاکټرعبدالله په پرونیو خبرو کې وویل، دا د هغو فشارونو په اساس و چې د ده د حامیانو له خوا په ده باندې راغلي دي.″

ښاغلی مرستیال ټینګارکوي چې له همکارۍ پرته بله هیڅ لاره د حکومت لپاره نه ده پاتې.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې اجرایه ریاست کوم تشریفاتي ریاست نه دی بلکې د ملي وحدت په حکومت کې خپله ونډه او ځای لري.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د اجرایي ریاست ځینې سرچینې وايي چې ولسمشرد دفاع وزارت د کاندید په اړه او همدا رازد انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د مشر د ټاکلو په برخه کې له دوی سره مشوره نه وه کړې.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل بیا ازادي راډیو ته وویل چې ځیني وخت د ملي وحدت د حکومت له موافقتنامې سرغړونه کیږي او دا په خپله د اختلافونو د رامنځته سبب ګرځیدلی دی:

″په څو مواردو کې ولیدل شول چې توافقنامه تطبیق کیږي نه.

له توافقنامې څخه سرغړونه کیږي.یواځینۍ وزیرچې په هغه کې مشوره نه وه شوې د ملي دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیر چې ټاکل شوی و د هغه په اړه مشوره نه وه شوې.

دا مشوره نه کول په خپله له سیاسي توافقنامې څخه سرغړونه او د هغې توافقنامې نقض دی.″

ښاغلی فیصل وايي، د دې لپاره چې اوسنی حکومت د دواړو ټیمونو په موافقه رامنځته شوی دی دوی به د موافقتنامې د عملي کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.

ښاغلی فیصل په داسې حال کې د ملي وحدت د حکومت د سیاسي موافقتنامې په عملي کیدو ټینګار کوي چې پرحکومت د ژمنو د نه عملي کولو تورونه پورې کیږي.

کارپوهان وايي چې حکومت په تېرو اوو میاشتو کې یواځې په کابینې نه بلکې د کورنیو ملي پریکړو په برخه کې هم دوه ډوله چلند کړی دی او په بهرنیو مسایلو کې هم ځینې وخت دوه ډوله پریکړې نیول کیږي.

اخوا د افغان ولسمشر ویاند اجمل عابدي وایي چې؛ اختلافونه ډېرجدي نه دي او جمهوررییس اشرف غني په ډېرو مسایلو کې د اجماع له اصل سره موافق دی:

″رییس جمهور همیش کوم تصامیم چې نیولي دي. په هغې کې یې دوه اصلي ټکي شامل دي.

یو مساله دا ده چې دغه تصامیم د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ وي او دویمه مسله دا ده چې په هر تصمیم کې یو اجماع رامنځته کیږي.

مشکل په دغه مساله کې نه دی. ځیني اختلافات لید لوریو کې رامنځته شوي دي خو ډېرلوی اختلافات نه دي.″

ښاغلی عابدي وايي، ډېرژربه د دفاع وزارت لپاره یو نوی کاندید معرفي هم شي او ټول کارونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مخته وړل کیږي.

د جمهور رییس او اجرايي رییس ترمنځ د اختلافونه خبره په داسې وخت کې مطرح کیږي چې افغان کابینه تر ډېره د سرپرستانو له خوا مخته وړل کیږي.

کارپوهان وايي، نه یواځې په لویه سطحه بلکې په سیمه ییزو ادارو کې هم د حکومت مشران اختلاف لري او د سرپرستانو له خوا د ولایتونو او نورو ادارو رهبري کولو ډېرې نا امنۍ، فساد او لویو ستونزو ته لار هواره کړې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG