د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

کندز ښار ولې دوهم ځل هم د طالبانو لاسته ولوېده؟


وسله وال طالبان وتوانېدل چې د دوشنبې د ورځې په سهار یو ځل بیا د کندز ښار ته ننوزي او دغلته دننه په ښار کې له امنیتي ځواکونو سره په اخ ډب واوړي.

پوره یو کال مخکې په همدې شپو ورځو کې کندز ښار طالبانو د څو ورځو لپاره ونیوه چې وروسته ترې و ایستل شول.

له طالبانو څخه د کندز ښار تر بېرته نیولو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني دې ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې بل ځل به کندز د طالبان لاس ته نه لوېږي.

خو افغان څېړونکي وايي، د دوشنبې په سهار یو واربیا دې ولایت ته د وسله والو طالبانو ننوتلو وښوده چې افغان حکومت په کندز کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

ګن هغه څېړونکي چې د افغانستان امنیتي وضعیت څاري، د کندز د بیا سقوط دلیل، د افغان امنیتي ادارو په ځانګړې توګه د کشفې ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی ګڼي.

د کندز اوسېدونکی او امنیتي کارپوه اجمل سایس په دې اړه وايي:

"کشفي معلومات چې له سیمې څخه باید په دقیقه توګه مرکزي دولت ته ورکړل شي چې هغوی د همدې دقیقو معلوماتو پر بنسټ تصمیم نیسي، داسې معلومات له سیمې څخه موجود نه دي او په محلي سطحه د کشفي معلوماتو په برخه کې ستونزې موجودې دي."

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ هم د امنیتي او کشفي ادارو تر منځ کمه همغږي کندز ته د وسله والو طالبانو د بیا ننوتلو یو سبب بولي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ
د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ

ښاغلي پتنګ زیاته کړه:

"د وسله والو ځواکونو د کشفي ادارو له خوا د معلوماتو نشتوالی په کندز کې ستونزه ده, د دوی د معلوماتو تبادله هماهنګه نه ده, که دې برخه کې همغږی وای، نو څنګه طالبان وتوانېدل چې په ناڅاپي توګه ښار ته ننوزي او د ښار ځینې برخې ونیسي."

بل افغان څېړونکی جاوید کوهستاني بیا په عمومي توګه د افغانستان د حکومتي ادارو په مدیریت او له له ترهګرۍ سره د افغان حکومت چلند ته ګوته نیسي.

سیاسي کارپوه جاوید کوهستاني
سیاسي کارپوه جاوید کوهستاني

نوموړي وویل:

"د کندز ولایت سقوط او همدارنګه په هلمند ارزګان او نورو سیمو کې د طالبانو د پرمختک عوامل، د افغانستان په دفاعي او امنیتي ادارو کې کمزوری مدریت، له سخت دریځۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې په برخه کې د قاطع ارادې نشتوالی او د افغانستان په سیاسي واک کې د څو لیدلورو موجودیت دي."

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه چې افغان دولت په کندز ولایت کې په تېر یو کال خپل شته امکانات په سمه توګه ونه کارول او دغلته یې خپلې ژمنې عملي نه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، پر کندز د طالبانو وروستی پراخ برید په بروکسل کې د افغانستان په اړه له روان کنفرانس سره هم بې ارتباطه نه ګڼي.

ښاغلي صدیقي چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د کندز پر وضعیت خبریالانو ته خبرې کولې وویل:

د کورنیو چارو وزیر صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزیر صدیق صدیقي

"په بروکسل کې یو لوی کنفرانس دی، ټوله نړۍ له افغانستان څخه ملاتړ څرګندوي، نو هغه کسان چې د طالبانو تر شا ولاړ دي دا نه شي زغملی او غواړي چې دوی هم یوه لاس ته راوړنه وښيي."

افغان امنیتي کارپوه جاوید کوهستاني هم پر کندز د طالبانو وروستي برید بروکسل کې د افغانستان په اړه له روان نړیوال کنفرانس سره یو ډول تړلی بولي، خو نوموړی وايي، دا د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده چې د داسې لویو مناسبتونو پر مهال د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د دې ډول اقداماتو په اړه چمتو و اوسي.

افغان څېړونکي او د امنیتي چارو څارونکي باور لري چې حکومت ونه توانېده په کندز کې په تېر یو کال کې په ملکي او نظامي برخو کې هغه عوامل لرې کړي چې تېر کال ددې ولایت د سقوط سبب شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څخه چې کله کندز ته د طالبانو د ننوتلو په اړه وپوښتل شول، نو موړي وویل چې دوی نه یوازې په کندز بلکې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو استخباراتي کړیو په وړاندې په جګړه بوخت دی.

دولت وزیري
دولت وزیري

جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل:

"تاسو وګورۍ چې د مخالفو وسله والو مرکزونه چېرې دي؟ اکمالات یې څوک کوي، د ټپیانو درملنه یې چېرې کېږي؟ د مشرتابه شوراګانې یې چېرې دي؟ نو دا د افغانستان خلاف یوه نا اعلان شوې جګړه ده، یوازې په کندز کې نه بلکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، کندز ته په تېر یو کال کې ډېر پاملرنه شوې.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د هغو طالب مهمو مشرانو نومونه واخیستل چې په تېر یو کال کې دده په وینا په کندز کې وژل شوي دي.

خو نوموړي پر دې سربېره ومنله چې په کندز ښار کې د طالبانو وروستی برید ښيي چې د دوی هڅو هسې چې پکار وه نتیجه نه ده ورکړې او دا هغه څه دي چې دوی به یې په اړه څېړنه کوي.

ښاغلي صدیقي وویل:

"موږ ددې موضوع څېړنه کوو چې ستونزه چېرې وه ؟ ولې زموږ لومړیو کرښو نتیجه ورنه کړه او دوی څنګه وتوانېدل چې ښار ته ځان ورسوي، دا هغه پوښتنه ده چې اوس ورته ځکه ځواب نه شو ویلی چې موږ په کندز کې دا مهال زموږ ځواکونه او مسولان یې په تصفیه بوخت یوو، کله چې ښار تصفیه شي، طبعاً دې پوښتنې ته به ځواب ووایو."

څېړونکي په سیمه کې د منځنۍ اسیا د وسله والو موجودیت، د پاکستان او روسیې تر منځ د سیاسي او پوځي همکاریو زیاتېدل، د نشه یي موادو کاروبار او په سیمه کې د ځايي زورواکانو شتون هغه نور عوامل چې افغان امنیتي څېړونکې یې په کندز کې د وروستۍ ناکرارۍ او یو ځل بیا ښار ته د طالبانو په ننوتلو کې مهم بولي.​

XS
SM
MD
LG