د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

عبدالله: د ملي یووالي حکومت وخت نه‌دی پوره شوی


د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، هغه اوازې چې ګوندې د ملي یووالي د حکومت وخت پوره شوی ناسمې دي.

که څه هم ځیني سیاسي کړۍ او څېرې له څه مودې راهیسې ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت وخت پوره شوی خو اجرائیه رئیس دا ډول څرګندونې ناسمې او خوب بولي.

عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او ولسمشر غني هم په‌کې حضور درلود وویل چې دا حکومت د خلکو د رأیو پر اساس د یوې دورې لپاره رامنځته شوی.

عبدالله: دا حکومت د خلکو د رایو پرا ساس د یوې دورې لپاره رامنځ ته شوی.
عبدالله: دا حکومت د خلکو د رایو پرا ساس د یوې دورې لپاره رامنځ ته شوی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دا اوازه چې ګوندې وخت پوره شوی د هېڅ شي وخت نه‌دی پوره شوی، دا چې وایي دوی دې ولاړ شي او یو نوی شی دې راشي لومړی خو دا یو خوب دی. کله چې د خلکو رأیې او اراده موجوده وي د خدای په مرسته د اسباب په حالت کې د خلکو زور د خدای زور دی. دا یو خوب دی چې دوی دا خبرې کوي دا چې په کوم مشروعیت او کوم اساس دا به پر خپل ځای پرېږدو دا کوم ځای ته نه‌رسېږي."

ښاغلی عبدالله دا مني چې په تېرو دوو کلونو کې ستونزې وې او کارونه هغه شان چې لازمه وه نه‌دي ترسره شوي خو وایي چې د ملي یووالي حکومت د پام وړ کارونه هم ترسره کړي.

دی د بېلګې په توګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک، ټاپي یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو پروژه او د انرژۍ په برخه کې ځینو ملي او سیمه‌ییزو پروژو ته اشاره کوي چې کارونه‌یې پیل شوي دي.

همداراز د سړک جوړونې او ټرانزیټ په هکله شوي تړونونه او کارونه، د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره اقدامات او داسې نور له مهمو لاسته راوړنو څخه بولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له څه مودې راهیسې ځیني سیاسي کړۍ او څېرې وایي چې د ملي یووالي حکومت وخت پای ته رسېدلی او نور نه‎شي کولای چې په غیر مشروع ډول خپل کار ته دوام ورکړي.

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهې چې د حکومت له مهمو مخالفو سیاسي ډلو څخه ده ویلي چې د ملي یووالي حکومت نا مشروع دی او باید د جمهوري ریاست انتخابات مخکې له وخته ترسره شي.

د حراست او ثبات شورا هم د انتخاباتي اصلاحاتو، د اساسي قانون د لویې جرګې د رابللو او د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په هکله د ملي یووالي حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې دا ټول د خلکو لپاره نه مننونکي پیغامونه لري.

د حراست اوثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال
د حراست اوثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي چې لاهم وخت شته او باید لویه جرګه راوبلل شي.

دی وايي:

"مېکانیزم شته او کومې پلمې چې کېږي دا به هم ځواب ومومي، لا هم وخت شته او په دې رأی زنی کېږي چې باید د لویې جرګې جوړولو ته یو کمېسیون وټاکل شي."

عبدالله عبدالله تر دې وړاندې هم د دې ډول څرګندونو په ځواب کې ویلي چې دوی د لویې جرګې رابللو ته ژمن دي خو ویلي یې دي چې ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو لپاره دی او که په دې اړه څوک پوښتنه لري سیاسي توافق‌نامه دې ولولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم تر دې وړاندې ویلي چې د ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو لپاره دی.

خو د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي چې د سیاسي توافق‌نامې پر اساس باید په دوو کلونو کې د لویې جرګې له لارې د اجرائیه ریاست پُسټ برخلیک معلوم شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG