د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

نوري: پر ټاپي پروژې له درېو محورونو کار جریان لري


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکوي چې د ټاپي پروژې کارونه په منظم ډول مخې ته ځي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په دې برخه کې مسوول کسان په دریو بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د کانونو وزارت وایي چې د اړینو هوکړه لیکونو لاسلیکول، په نوې تشکیل کې د حرفوي کسانو استخدامول او د عامه پوهاوي د پروګرامونو دوام هغه درې اساسي مسایل دي چې د ټاپي پروژې په برخه کې په منظم ډول مخې ته ځي.

د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که چېري د ټاپي پروژې په برخه کې کارونه همداسې مخې ته لاړ شي دا پروژه به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کې بشپړه شي.

ښاغلي نوري زیاته کړه:

"د ټاپي پروژې د چارو د پرمخ بیولو لپاره په درې محور ونو کې کارونه جریان لري، وضیعت په نورمال شکل مخې ته ځي او که چېري په همدې ډول دوام وکړي په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د ټاپي پروژې کارونه پای ته ورسېږي او موږ به له دې نل لیکې څخه د ګازو د انتقال شاهدان اوسو."

ښاغلي نوري وویل د پانګونې د هوکړه لیکونو، د ګازو د نل لیکې د مقرارتو د سیسټم، ټرانسپورټ او نورو موضوعاتو په اړه تېره اوونۍ د ترکیې په استانبول ښار کې یوه ناسته هم ترسره شوه چې د ټاپي پروژې د کارونو اساسي برخې جوړولې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د پراختیایې شوراګانو د رییسانو او خلکو په همکارۍ په هرات کې عملي شوي او ټاکل شوې چې په کندهار، فراه، هلمند او نیمروز کې هم دوام پیدا کړي.

د دغه وزارت په وینا د ټاپي پروژې په اړه هغه برخه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به پلي کېږي د امنیتي همغږۍ برخه ده چې د دوې په وینا امنیتي ارګانونو دوې ته د ټاپي پروژې امنیت له پلوه ډاډ ورکړی.

ټاپي پروژې لپاره هغه مهالویش چې له پخوا جوړ شوی د دې لګښت نېږدې شپږ تر اووه میلیارډه ډالره اټکل شوی خو ویل کېږي چې ممکن دا رقم بدلون وکړي.

د ټاپي پروژې کار د روان کال د قوس د میاشتي په ۲۲ نېټه په رسمي ډول پیل شو او ټاکل شوې چې دا پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته انتقال کړي.

دا پروژه ۱۸۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري او نېږدې ۷۳۵ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

د افغانستان حکومت تردې وړاندې ویلي چې دا هېواد په کلني ډول له دې پروژې ۴۰۰ میلیون ډالر په مستقیم ډول ترلاسه کوي.

په همدې حال کې افغان کارپوهان بیا د دې پروژې د بریا لپاره له حکومت سره د خلکو مرسته ضروري بولي.

افغان کارپوه سیف الدین سیحون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"سمه ده چې په دې برخه کې ستونزې شته، خو که چېري یوه قوي اراده او د دولت او خلکو ترمنځ ګډه همکاري وي د اقتصادي پراختیا او دخلکو د هیلو او د ملت اهدافو په برخه کې پرتې ستونزې به له منځه لاړې شي."

ښاغلي سیحون افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې دخلکو،امنیتي ارګانونو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د ټاپي پروژې امنیت ته جدي پام وکړي.

دوې وایې چې افغان حکومت باید له دې پروژې څخه ښه مدیریت ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG