د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د سولې بهیر سره د حکمتیار یوځای کېدل به د یاد حزب څانګې یوځای کړي؟


د څو میاشتو هڅو او خبرو اترو وروسته، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمینځ، د سولې توافقنامه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه.

حزب اسلامي د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د حکومت د سقوط او د مجاهدینو له بري وروسته، له ټولو حکومتونو سره په مخالفت کې و او پروړاندې یې وسله وال فعالیت کړی دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په ۱۹۷۷ کال کې تاسیس شو او د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو مهم حزب بلل کېده.

په وروستیو څو کلونو کې ددې حزب یو شمېر بانفوذه غړي له دې حزبه ووتل او د خپلو فعالیتونو لپاره ېې نوې ډلې جوړې کړې چې مهمې یې د وحیدالله سباوون او عبدالهادي ارغندیوال حزبي څانګې وې.

اوس دا پوښتنه کېږي چې ایا د حزب اسلامي بېلې شوې څانګې به بېرته د حزب اسلامي په یوه واحد چوکاټ کې شاملې شي او که نه، د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي يې په اړه وايي:

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي

"کومې څانګې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي څخه جلاشوي، که ګټې یې خوندي وي، پرته له شکه به بېرته له همدغه حزب سره یوځای شي."

د سیاسي چارو بل کارپوه کبیر رنجبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کومې څانګې چې له حزب اسلامي څخه جلا او د پاکستان د یوه پلان په اساس له افغان حکومت سره یوځای شوي، هدف یې په حکومت شاملېدل وو.

ښاغلي رنجبر وویل، د ګلبدین حکمتیار له راتګ سره به د یاد حزب بېلې شوې څانګې بېرته د حکمتیار ترمشرۍ لاندې په یوه حزب کې راټولې او د حکمتیار ملاتړي به شي.

هغه زیاته کړه:

رنجبر: د حکمتیار راتګ سره به د یاد حزب ټولې څانګې سره یوځای شي.
رنجبر: د حکمتیار راتګ سره به د یاد حزب ټولې څانګې سره یوځای شي.

"د حزب اسلامي د مشر حکمتیار له راتګ سره، زه په دې باوریم چې دا ټولې څانګې به د حکمتیار ترمشرۍ لاندې بېرته سره یو ځای او یو قوي حزب به جوړ کړي او که په استثنايي ټوګه کومه څانګه ورسره یوځای نه شي، موثریت به بشپړه توګه له لاسه ورکړي."

ښاغلی رنجبر وايي، حزب اسلامي اوسمهال کومه نظامي څانګه نه لري او که بېلې شوې څانګې ورسره یوځای نه شي، حزب اسلامي به دسیاست له صحنې ووځي ځکه چې ډېری منسوبین یې په حکومت کې فعالیت کوي او ځینې غلي دي.

حزب اسلامي په افغانستان کې د داووخان له حکومته نیولې بیا د شوروي پلوه حکومت، د مجاهدینو، د طالبانو او ورپسې د حامد کرزي له حکومتونو سره په مسلسله توګه مخالفت کړی او پرضد یې جنګېدلی دی.

کله کله یې له ځینو حکومتونو سره بې نتیجې مذاکرات هم شوي دي.

په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د کمونستي حکومت له ړنګېدو وروسته ددې حزب ځواکونو د کابل ښار ځینې برخې هم نیولې وې.

کله چې برهان الدین رباني له ۶ میاشتو وروسته د حکومت پريښودلو ته حاضرنه شو، د ځینو جهادي تنظیمونو او په تېره د حزب اسلامي له مخالفت سره مخ شو.

په دې وخت کې حزب اسلامي خپل ځواکونه په چهاراسیاب ولسوالۍ کې ځای پرځای او د برهان الدین رباني د حکومت پرضد یې جګړه پیل کړه.

حزب اسلامي د طالبانو له واکمنې له پرځېدو وروسته د حامد کرزي حکومت په رسمیت ونه پیژاند او د حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد یې جګړه جاري وساتله.

پخوانی مجاهد نظر محمد مطمئن په کورنیو جنګونو کې د حزب اسلامي د ونډې په اړه وايي:

نظر محمد مطمئن
نظر محمد مطمئن

"د افغانستان په کورنیو جنګونو کې ټولې ښکېلې ډلې چې دلته جنګېدلې، د حزب اسلامي، جمعیت او شورانظار په ګډون ټولو یو ډول مسوولیت درلود."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په ۱۳۹۳ لمریزکال کې تصمیم ونیو چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په دې انتخاباتو کې دغه حزب د قطب الدین هلال چې یووخت د حزب اسلامي مرستیال و، ملاتړ وکړ.

ښاغلي حکمتیار د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د ملي یووالي له حکومت سره یې د سولې مذاکرات ترسره کړي او هیله ده چې مثبته نتیجه ورکړي.

بالاخره د پنجشنبې په ورځ د ملي یووالي د حکومت او حزب اسلامي د پلاوي ترمینځ د سولې توافقنامه لاسلیک شوه.

دمګړۍ د حزب اسلامي د فعالیتونو او له حکومت سره یې د یوځای په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کېږي، خو داچې حزب اسلامي به د سولې له پروسې سره له یوځای کېدو وروسته، کوم اهداف غوره کړي، دا به د وخت په تېرېدو سره څرګند شي.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG