د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د افغان حکومت او حزب اسلامي هوکړه لیک په اړه نړیوال غبرګونونه


امریکا او بریتانیا له لومړنیو هېوادونو څخه وو چې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک څخه یې ملاتړ وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوه وینا کې ویلي دي، یوازینۍ لار چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي، خبرې او مذاکرې دي.

جان کربي
جان کربي

د ښاغلي کربي په وینا، د امریکا متحد ایالات د افغانانو په مشرۍ د خبرو او د سولې له پروسې ملاتړ کوي، څو په پایله کې زورزیاتی ختم شي، له نړیوالې ترهګرۍ سره اړیکي غوڅې شي اساسي قانون د ښځو او لږکیو حقونه خوندي شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ هوکړه لیک کې د بحث وړ یوه مسأله د حزب اسلامي د مشرتابه او غړیو په وړاندې د نړیوالو تحریمونو له منځه وړل دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق وایي، ټولې پریکړې د دغه سازمان د امنیت شورا د غړیو په لاس کې دي، څو د حزب اسلامي په وړاندې تحریمونه لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرجان حق
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرجان حق

ده د امریکا غږ اشنا راډیو ته په دې باب نور جزئیات هم وویل:

"تحریمونه د امنیت شورا لخوا وضع شوي دي او لیرې کول یې هم د امنیت شورا په لاس کې دي، څرنګه چې پوهیږئ، پنځلس هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي، دوی باید د یو میز چاپیر کېني او په دې باب پریکړه وکړي، موږ له هغه چا سره چې د سولې پلوی وي، د ملي وحدت له هڅو نه ملاتړ کوو."

په کابل کې د یونما دفتریا د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندوي هئیت هم د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک ملاتړ وکړ.

د یونما په خبرپاڼه کې راغلي، د پنجشنبې هوکړه لیک ښيي چې د افغانستان حکومت د مخالفو وسله والو ډلو سره د سولې په هڅه کې دی.

یونما ټینګار کوي؛ له هر هغه اقدام څخه چې افغانستان د سولې او د بحران د پای خواته بیايي، ملاتړ کوي.

د بریتانیې سفارت هم له حزب اسلامي سره د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو ملاتړ وکړ.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، د پنجشنبې هوکړه لیک د یوه مثبت پړاو پیل دی، څوا دا هوکړه په پوره ډول اجرأ شي.

بریتانیا دا هم ویلي چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې خبرو څخه ملاتړ کوي او په افغانستان کې له ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه کوي، څو په هېواد کې بحران ته خاتمه ورکړي او د ټولو افغانانو د ثبات او پرمختګ په لوري ګام واخلي.

خو د عفوې نړیوال سازمان د هوکړه لیک له ځینو مادو څخه اندېښنه لري.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤلې حوریې مصدق ازادي راډیو ته وویل، د حزب اسلامي مشرتابه او غړیو ته د قضایي مسؤنیت ورکولو دوی ته اندېښته پیدا کړې ده:

"د عفوې نړیوال سازمان د دغه هوکړه لیک له ځینو مادو اندېښنه لري، په تېره یوه ماده چې د ښاغلي حکمتیار او د ډلې د غړیو په قضایي مصؤنیت ټینګار کوي، دغه راز د دغې مادې یو بند چې ټینګار کوي، د حزب اسلامي غړي چې څوک ورباندې شخصي ادعا ونه لري له حبس څخه خوشي کېږي، د اندېښنې وړ ده."

د سولې عالي شورا او د افغانستان حکومت استازو پرون د اسلامي ګوند له استازي سره دغه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

اوس باید ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار دا هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق وایي؛ له حزب اسلامي سره د هوکړه لیک په لاسلیک کولو دا اندېښنه زیاته ده چې کابل ته د دغه ګوند د غړیو په راتلو سره به د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راشي.

دې زیاته کړه؛ دا هم د اندېښنې وړ ده چې حزب اسلامي د ښځو د حقونو په باب خپل موقف نه دی روښانه کړی.

نوموړې زیاته کړه:

د عفوې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق
د عفوې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤله حوریه مصدق

"تر اوسه یې د ښځو په باب او په دولتي او غیر دولتي جوړښتونو کې د ښځو د شته والي په باب نظر نه دی ورکړی، خو د دې تر څنګ زموږ زیاته اندیښنه له دې امله ده چې د دوی په راتلو سره امکان لري د قانون حاکمیت او نور مسایل لکه د ښځو او بشري حقونه په افغانستان کې تر پوښتنې لاندې راشي."

ګلبدین حکمتیار په تېر لنډ وخت کې د افغانستان له سخت دريځو څخه وو.

ده اسلامي حزب په اویایمو کلونو کې جوړ کړ او په ۱۰۷۹ کال کې دا ډله د مجاهدینو یوه مهمه برخه وګرځېده چې د پخواني رژیم په وړاندې یې جګړه پیل کړه.

حزب اسلامي دغه راز د طالبانو او القاعده شبکې تر څنګ د ائیتلاف ځواکونو په وړاندې هم جګړه وکړه او په ۲۰۰۳کال کې ګلبدین حکمتیار د امریکا لخوا د "نړیوالو ترهګرو " په لیست کې شامل شو.

XS
SM
MD
LG