د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

لغمان کې راتلونکې اوونۍ د سولې کمپاین په نوم ونومول شوه


د لغمان ولایتي چارواکو راتلونکې اوونۍ د سولې لپاره د ملي کمپاین په نوم ونوموله.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي چې د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د سولې نړیوالې ورځې په لمانځ‎غونډه کې خبرې کولې پر ټولو ولسونو غږ وکړ چې هر وګړی باید راتلونکې اوونۍ د سولې پیغام رسولو ته ځانګړې کړي او خپل مرور وروڼه دې اړ کړي چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د سولې په ټغر خبرو ته کېني.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمې
د لغمان والي عبدالجبار نعيمې

ښاغلي نعیمي زیاته کړه:

"زه د لغمان پر ټولو مجاهدینو قهرمانانو، قومي مشرانو ،ځوانانو او خویندو غږ کوم چې دغه هفته د سولې لپاره د کمپاین هفتې په نوم خاصوو له همدغې ورځې نه پيل کړئ قرباني ورکړئ، تلاش وکړئ څو دلته سرتاسري امن راشي او نورو ته هم د امن پيغام ورکړو."

نوموړي وويل، د سولې نړیوالې ورځې لمانځ‎غونډه يې ځکه قرغیو کې جوړه کړه چې دا ولسوالۍ د سولې کور په نوم نومول شوې او هر هغه څوک چې سولې ته ژمن دي باید وستایل شي.

په دې غونډه کې د لغمان د علماو شورا غړي مولوي نعمت‌الله بيا د اسلام له نظره د سولې په ارزښت خبرې وکړې او ویې‌ویل چې په اوسني وخت کې سوله پر ټولو واجبه ده.

مولوي نعمت‌الله زیاته کړه:

"د صلحې مانا څه ده، دا هغه تړون دی چې په دې سره جنجال ختمېږي، جنګ ختمېږي، یووالی راځي، مينه راځي، پرمختګ راځي دا که هره برخه وي که سیاسي وي او که حقوقي وي په هره برخه کې د شریعت علماو صلحه روا او په نن عصر کې دا یو واجب عمل ګرځولی دی."

د لغمان قومي او جهادي مشر شامرد خان د ملي وحدت حکومت نه مننه وکړه چې د حزب اسلامي سره‌يې د سولې تړون‌لیک امضا کړ او ویې‌ويل چې وسله‎والو طالبانو ته هم باید زمینه برابره شي څو د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د سولې عالي شورا او حزب اسلامي تر منځ د "سولې تړون" لاسلیک شو
د سولې عالي شورا او حزب اسلامي تر منځ د "سولې تړون" لاسلیک شو

نوموړي پر ټولو افغاني وسله‎والو غږ وکړ چې راشي د خپل وطن نه د دفاع په خاطر وجنګېږي او په دې لاره کې مرګ شهادت دی.

شامرد خان زیاته کړه:

"د اول صنف نه مکتب وايي، بیا جنرالېږي او موږ تاسو د پاکستانيانو او ایرانيانو په خوله دا په شهادت رسوو، زه دوی ته شهيد وایم زه عالم نه‌یم خو په دین پوهېږم دا پاک شهيدان دي ځکه دوی د خپلې خاورې نه دفاع کوي، د خپل ناموس نه دفاع کوي او د خپلو حدوداتو نه دفاع کوي."

په دې غونډه کې تنکیو ماشومانو بیا د ترنم په خوږه ژبه هېوادوالو ته د سولې پيغام ورکړ.

لغمان کې د سولې نړیواله ورځ داسې مهال ولمانځل شوه چې په همدې ورځ په کابل کې د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون‌لیک هم امضا شو.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG