د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

مینه‌پال: د انتخاباتو نوې طرحه تر تصویب وروسته توشېح شوه


د انتخاباتو قانون نوې طرحې د واحده کرسۍ «تک کرسۍ» د حوزه بندۍ واک د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورکړی.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د انتخاباتو قانون نوې طرحه د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر غني له‌خوا توشېح شوې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر له لوري د نوي انتخاباتي قانون له لاسلیک وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته سپارښتنه شوې چې د انتخاباتي حوزه بندۍ په اړه په درېیو میاشتو کې کابینې ته خپل راپور وړاندې کړي.

مینه‌پال: په نوي انتخاباتي قانون کې د واحده کرسۍ سیسټم هم ځای شوی دی.
مینه‌پال: په نوي انتخاباتي قانون کې د واحده کرسۍ سیسټم هم ځای شوی دی.

هغه زیاته کړه:

"د انتخاباتو د قانون نوې طرحه د کابینې تر تصویب وروسته د ولسمشر له لوري توشېح شوې ده، په دغه قانون کې د تک کرسۍ سیسټم ځای پر ځای شوی، بیا هم د حوزه بندۍ صلاحیت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورکړل شوی، کمېسیون باید په درېیو میاشتو کې د خپلو راتلونکو اجرأتو راپور کابینې ته وړاندې کړي."

د دغې طرحې پر بنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو په انتخاباتو کې هر نوماند په یوه سیمه کې ځان نوماند کولای شي او یوازې له دې سیمې به رأیه ترلاسه کړي چې دا خپله د تک کرسۍ ښکارندوی دی.

د ولسمشر له لوري دا قانون د ولسي جرګې د رخصتیو په وروستیو ورځو کې توشېح شوی، تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې له لوري دوه ځله د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقینیني فرمانونه رد شوي و.

په حقیقت کې دا قانون د انتخاباتي نظام د اصلاح د لانجې حل لپاره یو پیل دی چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو له ژمنو څخه هم ګڼل کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه په دې اړه د ولسمشر فرمان په رسمي توګه دوی ته نه‌دی رسېدلی.

د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان اوسني شرایط د واحده کرسۍ سیسټم لپاره نه‌دي مساعد، ځکه د ده په خبره تر اوسه د افغانستان د نفوس او ولسوالیو د پولو په اړه کره معلومات په لاس کې نه‌شته.

نور محمد نور
نور محمد نور

هغه زیاته کړه:

"فرمان تر اوسه په رسمي ډول د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته نه‌دی رسېدلی په دې برخه کې بشپړ وضاحت نه‌شته چې دوی څه غواړي او هدف‌یې څه دی، ځکه انتخابات یوه ستره پروسه ده چې باید بېلابېل اړخونه‌یې تر څېړنې لاندې ونیول شي، شرایطو ته په کتو سره باید اقدامات وشي، د تک کرسۍ سیسټم ته په افغانستان کې زمنیه نه‌ده مساعده."

خو په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل په انتخاباتو کې د واحده کرسۍ سیسټم د ټولو قومونو د مشارکت لپاره مهم بولي.

ښاغلي امرخېل د دوشنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتي اصلاحاتو او سولې د بهیر په اړه جوړې شوې غونډې ته د واحده کرسۍ سیسټم د ښېګڼې دلایل داسې بیان کړل:

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل

"د هرې سیمې وکیل به معلوم وي، د وکیل او مؤکل تر منځ به رابطه ټینګه وي، په لګښت کې کموالی راځي، د حکومت او ولس تر منځ رابطه قایمه کېږي او د وړو قومونو استازیتوب به موجود وي."

ښاغلي امرخېل په حکومت غږ وکړ چې د دغه قانون په چوکاټ کې دې ژر تر ژره انتخابات وکړي، څو په ولسواکۍ د خلکو باور بیا پياوړی شي.

د افغانستان په انتخاباتي نظام کې اصلاحات د ملي وحدت حکومت له مهمو ژمنو څخه دي چې په وار وار سره‌یې په دې اړه ټینګار کړی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG