د ازبکستان دولتي تلویزیون تېر ماسخوتن د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې اعلان وکړ.
کریموف څو ورځې مخکې مغزې سکته کړې وه، که څه هم له ازبکستان څخه په ورکړل شویو راپورونو کې لا دمخه د نوموړي د مړینې خبر ورکړل شوی و، خو د دې هېواد چارواکو پرون ماښام په رسمي توګه تایید کړه چې اسلام کریموف مړ شوی دی.
د ازبکستان د دولتي تلویزیون له خوا د دې هېواد د کابینې او پارلمان هغه اعلامیه خپره شوه چې په کې کریموف ستر تاریخي شخصیت بللی شوی.
د تلویزیون ویندوی وویل چې کریموف د مغزې سکتې له کبله د ماښام په اته نیمو بجو مړ شوی دی.
د دې هېواد د دولتي تلویزیون د خپرونو وړاندې کونکې د ازبکستان د پارلمان او ددې هېواد د وزیرانو د شورا د اعلامیې په یوه برخه کې داسې وویل:
”زموږ دهېواد لومړی ولسمشر اسلام کریموف په حقیقت کې یو ستر تاریخي شخصیت و، اسلام کریموف په خپله اراده او زړورتیا زموږ د جمهوریت خپلواکي تر لاسه کړه او د پرمختګ پر لاره یې برابر کړ چې د پام وړ بریاوې یې درلودې.“
د ازبکستان دولتي تلویزیون همدارنګه وویل چې د کریموف د تدفین مراسم به د شنبې په ورځ د نوموړي د زوکړې په ښار سمرقند کې ترسره شي.
د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزیایف د کریموف د تدفین د مراسمو د تنظیم د کمېسیون مشر ټاکل شوی دی.
کریموف کوم څرګند ځای ناستی نه لري، دا هم څرګنده نه ده چې دا مهال د منځنۍ اسیا د نهه ویشت میلونه نفوس لرونکې دې هېواد رهبري د چا پر غاړه ده.
د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، که چېرې ولسمشر نه شي کولی چې خپله دنده پر مخ یوسي نو د دې هېواد د پارلمان د مشرانو د جرګې رئیس به د درېیو میاشتو لپاره د ولسمشر چارې سنبالوي.
دا مهال د ازبکستان د مشرانو جرګې رئیس نعمت الله یولداشیف دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې پر دې دنده کار کوي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له یلداشیف سره خواخوږي ښودلې او د کریموف مړینه یې ازبکستان ته لویه ضایع بللې ده.
له بلې خوا ویل کېږي چې په سمرقند ښار کې د پراخو مراسمو لپاره چمتوالی روان دی.
امنیتي چارواکو د ازادي راډیو ازبکې څانګې ته ویلي میرزایف چې ګومان کېږي د کریموف ځای ناستی به وي سمرقند ته سفر کړی.
د کریموف په نشتوالي کې مرزیایف د اګست په یو دېرشمه نېټه په تاشکند کې د ازبکستان د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو کې برخه اخیستې وه.
ویل کېږي چې د کریموف د تدفین په مراسمو کې به د پخواني شوروي د هېوادونو او نورې نړۍ یو شمېر مشران برخه واخلي.
د روسیې د صدراعظم ویاند ویلي چې ډیمیټري میډویډیف به په دې مراسمو کې د روسیې د هئیت مشري وکړي.
راپورونه وايي چې قزاق، قرغیز او بلاروسي صدراعظمان به هم د کریموف د تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ شي.
یو افغان چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي چې ولسمشر اشرف غني به هم د کریموف په جنازه کې ګډون وکړي.
د ازبکستان دولتي تلویزیون د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر د مړینې رسمې اعلان وروسته له هغې وکړ چې ترې مخکې د ترکیې او ایران د چارواکو په شمول د نړۍ یو شمېر مشرانو د اسلام کریموف په مړینه خواشیني ښودلې وه.
د کریموف لور ویلي چې پلار یې مغزې سکته کړې.
نوموړی د اګست له نیمايي څخه په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.