د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د ازبکستان د ولسمشر د مړینې خبر د ترکیې صدراعظم تائید کړ


په داسې حال کې چې تاشکند لا هم د ولسمشراسلام کریموف مړینه نه ده تائید کړې د ترکیې صدراعظم په یوه پیغام کې د ازبکستان حکومت ته د خواخوږۍ پیغام استولی دی.

د ازبکستان د ولسمشر د مړینې خبر د ترکیې صدراعظم تایید کړ.

د ازبکستان حکومت د اسلام کریموف مړینه تراوسه نه دی تائید کړې او کابینې یې نن اعلان وکړ چې هغه په روغتون کې دی.

د ترکیې صدراعظم بن‎علي ییلدرم د کابینې په غونډه کې د کریموف د مړینې له کبله تاشکند ته د انقرې خواخوږي څرګنده کړه:

"د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف نن وفات شو. خدای دې یې وبخښي. موږ د ترکیې د حکومت له‎خوا د ازبکستان له خلکو سره په دې درد او ویر کې ځان شریک بولو."

له دې مخکې رویټرز خبري آژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې کریموف مړ شوی دی.

درېیو ډيپلوماټیکو سرچینو چې رویټرز یې هویت نه دی ښودلی تائید کړه چې کریموف د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د انقرې له تائید سره-سره د ازبکستان حکومتي چارواکي اوس هم وايي چې اته اویا کلن کریموف په روغتون کې په نازک حالت کې دی.

د خلق سوزي Halq Sozi دولتي ورځپاڼې او د کابینې رسمي ویب‎پاڼې په یوه بیان کې ویلي دي چې کریموف د اګسټ په ۲۴ مه روغتون ته انتقال شو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې وضعیت خراب و او اوس یې ډاکټران وضعیت نازک ګڼي.

تراوسه روښانه نه ده چې د کریموف پرځای به څوک د ازبکستان راتلونکی ولسمشر وي خو څارونکي وايي، ښايي د قدرت د انتقال په اړه پریکړه د جګپوړو چارواکو او د کریموف د کورنۍ د غړو په ګډون د بندو دروازو شاته وشي.

د کریموف د مړینې په اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې پرون په پلازمینه تاشکند او نورو لویو ښارونو کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د ازبکستان د خپلواکۍ کلیزه د اسلام کریموف په غیاب کې ولمانځل شوه او د هغه د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې پرون لارې، کوڅې د پاکولو په پلمه بندې شوې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

ویل کیږي چې د ازبکستان صدراعظم شوکت میرزایوف سمرقند ته رسیدلی او رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف هم چین ته خپل سفر لنډ کړی او په پام کې لري چې سبا ازبکستان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG