د لاسرسي لېنکونه

ازبکستان نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ۲۵ کلیزه لمانځي. دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د ازبکستان خلک د ولسمشر اسلام کریموف د روغتیا په او دا چې څوک به ترهغه وروسته د هېواد چارې سمبالوي، اندیښنه لري.

د ازبکستان حکومت د اګسټ پر۲۸مه نېټه د اسلام کریموف د روغتیا په اړه خبر ورکړ چې د یوې سختې ناروغۍ له کبله بستر دی تر هغه راوروسته په رسمي ډول د ولسمشر د روغییایي وضعیت په اړه څه نه‎دي ویل شوي، خو داسې اوازې خپرېږي چې د کریموف د ځای ناستي په اړه په هغه هېواد کې په پټه هڅې روانې دي.

له پخواني شوروي اتحاد څخه د ازبکستان د خپلواکۍ راهیسې اسلام کریموف یوازینی کس و چې د هغه هېواد مشري یې کوله.

ځیني ناتائید شوي راپورونه وایي چې نوموړی د اګسټ پر ۲۹ نېټه مړ شوی دی.

خو د اګسټ پر۳۱مې د ولسمشر کشرې لور لولا کریموا پر انسټاګرام پیغام ایښی و او ویلي و چې پلار یې لاهم ژوندی دی او د دې په خبره ښایې بیرته روغ شي.

له وړاندې پلان شوې وه چې ولسمشرکریموف به د ازبکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په تاشکند کې په یوه کنسرت کې برخه واخلي، خو اوس هغه کنسرت لغو شوی او نور هغه پروګرام هم چې په همدې مناسبت پلان شوي وو ځنډیدلي دي.

تېرماښام د ازبکستان د دولتي تلویزیون ویاندې د خپلواکۍ د ورځې پیغام د اسلام کریموف له لوري ولوست.

دغه راز د اګسټ پر۳۱ نېټه د هغه هېواد صدراعظم شوکت میرزایف په تاشکند کې د هغو مراسمو مشري وکړه چې د خپلواکۍ په مناسبت جوړ شوي و.

XS
SM
MD
LG