د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

مینه‎پال: د دهمزنګ خونړۍ حملې له تورنو سره به قانوني چلند وشي


افغان حکومت وايي د دهمزنګ په پېښه کې له ګرمو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

جمهوري ریاست وایي، وروستۍ خونړۍ پېښې ته د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته به هغه کسان محاکمه کړي چې ګرم وپېژندل شي.

د ولسمشر د ویاند یوه مرستیال دوا خان مینه‎پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه ټاکل شوي با صلاحیته کمېسیون خپلې چارې پیل کړي دي او نتیجه به‎یې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکه کړي.

مینه‌پال: ولسمشر د لوی څارنوال په مشرۍ یو کمېسیون وټاکه چې په ترکیب کې یې دولتي مسؤلین، د روښنايي غورځنګ کسان او ملي شخصیتونه دي.
مینه‌پال: ولسمشر د لوی څارنوال په مشرۍ یو کمېسیون وټاکه چې په ترکیب کې یې دولتي مسؤلین، د روښنايي غورځنګ کسان او ملي شخصیتونه دي.

ښاغلی مینه‎پال وايي:

"ولسمشر د دهمزنګ د پېښې د څېړلو لپاره د لوی څارنوال په مشرۍ یو کمېسیون وټاکه چې په ترکیب کې یې دولتي مسؤلین، په خپله د روښنايي غورځنګ کسان او ملي شخصیتونه په دغه ترکیب کې موجود دي دوی به هر اړخیزه څېړنه کوي که څوک په دغې پېښه کې په ناغېړۍ او یا په لاس لرلو تورن شي وپېژندل شي قانوني چلند به ورسره وشي."

ولسمشر محمد اشرف غني د دهمزنګ د پېښې له عاملینو د انتقام اخیستو ترڅنګ د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې چې د دهمزنګ چوک د شهیدانو د چوک په نوم ونوموي.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د دې لپاره شوی څو راتلونکي نسلونه د ډېمکراسۍ لپاره د خلکو قرباني هېره نه‎کړي.

که څه هم په افغانستان د بې ګناه خلکو وینه توېیدنه او بریدونه کومه نوې خبره نه‎ده خو وروستي برید خلک له دې کبله ډېر وېرولي و چې مستقیماً عام وګړي په نښه شوي وو.

د شنبې په ورځ په دې حمله کې له اتیاو ډېر کسان ووژل شول او څه باندې ۲۳۰ نور ټپيان شول.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د شنبې په ورځ د همدغو مظاهرو د امنیت لپاره د کابل ښار ډېری واټونه تړلي وو.

په دې حمله کې له اتیاو ډېر کسان ووژل شول او څه باندې ۲۳۰ نور ټپيان شول.
په دې حمله کې له اتیاو ډېر کسان ووژل شول او څه باندې ۲۳۰ نور ټپيان شول.

د صلاح‎الدین ایوبي په نوم یوه کس چې پرېښاني او خپګان‎یې له ورایه په څېره کې معلومېده داسې وویل:

"زه نن دلته راغلم ومې لیدل چې خلک ډېر خفه دي هغه څوک چې دلته راځي یو بل ډول حالت لري او زه خپله چې کله راغلم په سترګو کې مې اوښکې راغلې."

د کابل له استالف ولسوالۍ راغلی حاجی محمد طاهر وايي که څه هم د پرونۍ پېښې په اړه‎یې یوازې له رسنیو اورېدلي و خو اوس چې د پېښې ځای له نېږدې ګوري داسې فکر کوي چې پر دغې سیمې لوی طوفان تېر شوی وي.

دی وايي:

"پرون حاضر نه‎وم خو نن راغلی یم د سر په سترګو مې ولیدل چې لاهم په سړکونو کې وینې پرتې دي."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د دهمزنګ پرونۍ پېښه له نورو پېښو سره ډېر توپیر لري.

سیاسي کارپوه مطیع‎الله خروټی وايي چې د پرونۍ پېښې په اړه حکومت او په خاصه توګه امنیتي ځواکونو له وړاندې د احتمالي خطر په اړه خلکو ته ویلي و خو بیا هم لاریون کوونکو دغې موضوع ته دومره پام ونه‎کړ.

ښاغلی خروټی وايي په افغانستان کې ناوړه امنیتي حالاتو ته په کتو هر کله په دا ډول غونډو او لاریونونو کې د خطر احتمال شته خو مهمه خبره داده چې ولس باید په دې اړه د امنيتي ځواکونو لارښوونو ته درناوی وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG