د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

وزیري: د دفاع وزارت ټول سرتېري بیا بایومټریک کېږي


د افغانستان فاع وزارت وایي خلکو ته د ډاډ ورکولو په هدف یې د بایومټریک له لارې د ملي دفاع وزارت د ټولو سرتېرو بیا ثبتول پیل کړي دي.

د افغان ځواکونو د کره شمېر د معلومولو په تړاو د ولسمشر د سپارښتنې په دوام د دفاع وزارت وایي، یو وار بیا یې د بایومټریک سیسټم له لارې د ټولو سرتېرو د ثبتولو بهیر پیل کړی دی.

دفاع وزارت د ملي اردو سرتېرو بیا ثبتولو لړۍ پیل کړې
دفاع وزارت د ملي اردو سرتېرو بیا ثبتولو لړۍ پیل کړې

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع په وزارت کې خیالي سرتېري نشته خو د دوهم ځلې ثبتولو لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه ګمارلې ده.

هغه زیاته کړه:

"د دفاع وزیر نن سهار خپل دا امر تازه کړ چې له سره ټول اردو د شفافیت په خاطر بایومټریک شي چې هیڅ چا ته دا شک پاته نشي چې څوک خیالي دي او څوک نه دي."

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې نړیوالې ټولنې ته به د هر افغان سرتېري او پولیس افسر د شتون ‌ډاډ ورکړي.

شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د امریکا د دفاع وزارت ویلي و، حاضر نه دي چې زرګونه خیالي افغان سرتېرو ته تنخواه ورکړي.

له دې اعلان وروسته د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې سیګار راپور ورکړ چې واشنګټن او کابل اصلاً د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.

سیګار دا هم ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر هیڅ کله ټاکلي اندازې ۳۵۲ زرو ته نه دي رسېدلي.

د خیالي ځواکونو یوه بېلګه په هلمند کې لیدل کېږي چېرې چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان آقا نور کینتوز په وینا د پولیسو څلویښت فیصده تشکیلات خیالي دي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایې د پولیسو زیاته برخه بایومټریک شوي او که اړتیا وي نو بیا هم دې کار ته چمتو دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

ښاغلی دانش زیاتوي:

"هغه شمېره په مراتبو کمه ده نسبت و هغو ته چې ویل کېږي د پولیسو په تشکیلاتو کې نشته یا غایبه دي."

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه اسحق اتمر بیا وایي، د افغان ځواکونو په لیکو کې همدا فساد د نا امنیو په خپرېدو هم بې اغېز نه دی پاته شوی.

هغه زیاته کړه:

"یو تعداد خیالي پولیس موجود دي چې دا د دې سبب ګرځېدلی څو جنګ سم پر مخ ولاړ نشي، زه فکر کوم دا به د دولت لپاره لاسته راوړنه وي که دوی خیالي سرتیري او پولیس مشخص کړي."

ښاغلی اتمر وایي، تر هغو چې لوړپوړي چارواکي په دا ډول فساد کې ښکیل نه وي، سیمه ییز مسوولین هیڅ کله په دومره پیمانه فساد نشي کولای.

دی زیاتوي چې که حکومت ژر تر ژره دا ستونزه حل نه کړي نو نړیواله ټولنه به په وارسا کې له افغان ځواکونو سره پر شویو مالي ژمنو بیا کتنه وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG