د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

احمدزی: د محلي پولیسو لیکو کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د محلي پولیسو په لیکو کې یې پراخ اصلاحات راوستلي دي.

د محلي پولیسو رئیس وايي چې د ارزیابۍ له مخې محلي پولیس د زورواکو له اغېزه خلاص شوي، تعلیمي سطحه یې لوړه شوي او خیالي تشکیلات یې له منځه وړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هېواد کې یې د محلي پولیسو په تشکیلاتو له سره کار کړی او شته ډېرې ستونزې یې له منځه وړل شوي دي.

د دغه وزارت د محلي پولیسو رئیس علي شاه احمدزي د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له ځینو نورو چارواکو سره یو ځای په یوې خبري غونډه کې وویل چې د محلي پولیسو د پیاوړتیا او اصلاحاتو په خاطر یې نوی پلان تر ډېره بشپړ کړی دی.

ښاغلی احمدزی وايي چې د نوي پلان له مخې ۹۸ سلنه محلي پولیس تجهیز شوي او ۹۵سلنه یې د زورواکو له فشاره خلاص شوي دي.

احمدزی: ۹۵سلنه محلي پولیس د زورواکو له فشاره خلاص شوي دي.
احمدزی: ۹۵سلنه محلي پولیس د زورواکو له فشاره خلاص شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"۱۳۵۰ تنه چې د بانفوذه یا زورواکو تر اغېز لاندې راغلي وو تخصیص او د اړتیا سره سم په نورو ولسوالیو کې چې محلي پولیسو ته یې اړتیا لرله تنظیم شوي دي، په همدې ترتیب د عمره کم او له ۵۰ کلونو څخه د زیات عمر لرونکي کسان چې د طرزالعمل خلاف جذب شوي وه پاک شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د محلي پولیسو په خیالي تشکیلاتو، د غیر مسوله وسله والو ډلو سره د هغوی په اړیکو، نا قانونه ځورونو او بشري ضد کړونو ډېر وخت انتقادونه کېږي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین مرستیال محمد سالم احساس وايي چې د اصلاحاتو لپاره د امنیت شورا نوي پرېکړې په پلې کېدو سره د محلي پولیسو په مرګ ژوبله کې د تېرو کلونو په نسبت ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

احساس: د محلي پولیسو په مرګ ژوبله کې د تېرو کلونو په نسبت ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.
احساس: د محلي پولیسو په مرګ ژوبله کې د تېرو کلونو په نسبت ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د محلي پولیسو تشکیلات په ۱۳۸۹ کال کې رامنځته شوي چې اوس مهال د افغانستان د ۱۷۹ ولسوالیو په ۶۸۰۰ کلیو کې شاوخوا دیرش زره دغه پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په دندو بوخت دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ځينې غړي بیا د محلي پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته په کتو وايي چې د دې کارونو نتیجې موقتي دي.

صالح: د دې کارونو نتیجې موقتي دي.
صالح: د دې کارونو نتیجې موقتي دي.

د یاد کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل ښه ده چې افغان حکومت د دې تشکیلاتو پر ځای د ملي امنیتي ځواکونو په ستونزو وغږېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چیرته لږه ګټه یې په ولایتونو کې وي هغه به ډېره عرضي وي، دا پروسه په ټوله کې یوه ناکامه پروسه ده ملیاردونه ډالره چې بې وسلې کولو لګیدلي وو ضایع شوه ځکه خلک بیرته وسله وال شول او تر همدې عنوان لاندې غیرمسوله وسله والو کسانو هم جرات او وسلې پیدا کړې دا تشکیل په راتلونکي کې د افغانستان لپاره یو لوی سرخوږی جوړولای شي."

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې محلي پولیسو د امنیت د ټینګښت، د خلکو د همکاری په جلبولو او بیا رغونې برخو ته د زمینو په برابرولو کې ښه مرسته کړې او له رامنځ ته کولو راهیسې یې ښه نیتجه ورکړي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG