د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

"د ناسم مدیریت له امله پولیس له طالبانو سره يوځای کېږي"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د پولیسو په لیکو کې د ځينو ګډوډيو عواملو او د اداري فساد موضوع ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د ناسم مدیریت له امله پولیس له طالبانو سره يوځای کېږي.

په سرمقاله کې د هلمند د امنیتي چارواکو په حواله راغلي چې ویلې یې دي، هغه ۳۰ پولیس یې نیولي چې غوښتل یې په سنګین ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره یوځای شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د هلمند په کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو شاتګ د دې یو لامل دی چې د پولیسو روحیه کمزورې شوې او د ځان د خوندیتوب لپاره له وسله والو مخالفینو سره یوځای کېږي.

د ورځپاڼې په باور، د دفاعي او امنیتي ارګانونو په رهبرۍ کې داسې انګېزه تر اوسه نه ده موجوده چې څنګه د هېواد دفاع وکړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د پولیسو په لیکو کې خپل سریو ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې یو"سکورټي" د ملي اردو د یوه وژل شوي سرتېري په رتبه امنیه قوماندان شو.

په مطلب کې راغلي چې د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان د ملي اردو د یوه وژل شوي افسر رتبه په خپل نوم کړې، حال دا چې قوماندان خپله ښوونځي هم نه دی لوستی.

د مطلب لیکوال ویلي چې د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان پخوا د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو یو ساتونکی و.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې ډېرې نړیوالې او سیمه ییزې استخباراتي ادارې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې دي او همدغو جګړو د افغان حکومت لاسته راوړنې له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې بیا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې څرنګوالی ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلې دي چې د سیګار له راپورونو وروسته هره ورځ د خیالي ښوونکو، زده کوونکو او ښوونځیو راپورونه خپریږي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت په تېرو کلونو کې د بودجې له کمښت سره مخ و او اوس داسې ښکاري چې ډېرې پیسې یې په خیالي برخو کې لګول شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، فساد په افغانستان کې په یوه فرهنګ بدل شوی او حکومت هم په تېرو ۱۳کلونو کې د فساد عاملین نه دي مشخص کړي.

XS
SM
MD
LG