د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

وزیري: د افغان ځواکونو په لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری نه شته


وزیري وايي، افغان ځواکونه د بانکي حساب له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي
وزیري وايي، افغان ځواکونه د بانکي حساب له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي

د افغانستان دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د شتون په اړه د پنټاګون د چارواکو وروستۍ څرګندونې ردوي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ټينګار کړی چې د افغان خیالي ځواکونو معاش به بند کړي.

له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې او یو شمېر نورو ادارو هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي پولیسو د شتون خبره کړې وه.

سره له دې امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې د افغان خیالي ځواکونو معاش به بند کړي خو د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغان ځواکونو په بودیجه کې به هېڅ ډول بدلون را نه شي ځکه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې هېڅ خیالي سرتېری نه شته.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه د بانکي حساب له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي او هېڅ څوک نه شي کولای چې جعل وکړي او د بل چا پیسې واخلي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د افغانستان دفاع وزارت کې د ځواکونو د موجودیت پر اساس معاش حواله کېږي معاش بانک ته ځي او له بانکه سرتېری معاش اخلي، نو خیالي سرتېري ته خو څوک معاش نه ورکوي، بودیجه مالیې وزارت ته ځي او د دغه وزارت له لوري بودیجه منظورېږي او موږ بیا معاش حواله کوو کومې پیسې چې پاتې کېږي هغه بودیجه کې پاتې کېږي او څوک یې راوېستلی نه شي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکايي چارواکو ویلي چې په داسې یو سیسټم کار کوي چې له مخې به یې یوازې د هغو افغان ځواکونو معاش ورکول کېږي چې فزیکې حضور لري.

د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزارت د سکرتر جنرال مرستیال کرستین ابېزاید په دې وروستیو کې ویلي چې د دغه نوي سیسټم په تطبیق سره به په امنیتي ارګانونو کې د فساد مخه ونیول شي.

له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې او یو شمېر نورو ادارو هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي پولیسو د شتون خبره کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په کراتو د افغان چارواکو له لوري دا ډول راپورونه رد شوي دي خو افغان څېړونکي وایي چې دفاع وزارت باید له امریکایي چارواکو سره په ګډه دا موضوع وڅېړي.

افغان کارپوه یونس فکور په روان وضعیت کې د امریکایې چارواکو دا ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بولي.

ښاغلي فکور زیاته کړه:

"زه په دې باور یم چې دا به ناوړې پایلې ولري په داسې حال کې چې موږ په جګړې کې ښکېل یو، که د خیالي پولیسو په خاطر دلته معاشونه بند شي دا به لویه جفا وي، زما وړاندیز دا دی چې په ګډه له امریکايي چارواکو سره دا موضوع وڅېړي."

ښاغلي فکور وویل چې د جګړې لګښت ته په کتو سره که د افغان ځواکونو په معاشونو کې ځند رامنځته کېږي دا به افغانستان له بحران سره مخامخ کړي.

نوموړي له امنیتي ارګانونو وغوښتل تر څو په دې برخه کې له حقایقو سترګې پټې نه کړي او له نړیوالو ملاتړ کوونکو هېوادونو سره یو ځای د فساد مخه ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG