د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

وزیري وايي د افغان سرتېرو د شمېر په اړه سپیناوي ته چمتو یو


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د سیګار وروستی رپوټ چې ګواکې د افغان ځواکونو وړاندې شوی شمیر دقیق نه دی، بې اساسه بولي.

که څه هم د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی څارونکی په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې له پراخ فساد خبره کوي؛ خو د یادو وزارتونو چارواکي دا مساله بې ځایه بولي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا د مرستو ځانګړې څارونکې ادارې سیګار ویلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د پرسونل په اړه ړاندې شوی شمیر له حقیقت لرې دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري د دغې مسالې په ردولو سره وايي چې په دې برخه کې سپیناوي ته چمتو دي:

«زموږه د دفاع وزارت وسله وال پوځ یو لک او پنځه نوي زره تنه دی. موږ آماده یو چې د یو لک او پنځه نوي زره تنو یو په یو حساب ورکوو. زموږ معاش د مالیې وزارت له لارې بانک ته ځي او سرتیري له بانک څخه معاش اخلي.»

له دې مخکې د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو هم ویلي وو چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پخوانیو چارواکو د هغو عسکرو په نوم چې هیڅ موجود نه و سلګونه زره ډالره اخیستي دي.

د سیګار ادارې د رپوټ له مخې افغان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمیر درې لکه او یو دېرش زره تنه ښودلی دی.

د سیګار په رپوټ کې راغلي چې اداري فساد؛ د څار نشتوالی او له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل هغه دلایل دی چې ویلی شو په افغانستان کې یو ټریلیون ډالره لګښت او دوه زره درې سوه امریکايي سرتیرو قربانۍ په اوبو لاهو شوي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې د دغه وزارت پرسونل ته د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یو ان ډي پي تر مدیریت لاندې معاشونه ورکول کیږي او تشکیلات یې روښانه دي.

«یو لک او اوو پنځوس زره پولیس په تشکیلاتو کې لرو.له دې سره دېرش زره نور محلي پولیس لرو چې د افغانستان د امنیت په ساتنه کې دوی وظیفه ترسره کوي. مونږ له ټولو غواړو چې را دې شي کورنیو چارو وزارت ته. په تشکیل کې هغه پولیس لرو او هغوی خپل معاش اخلي.»

له دې مخکې هم ویل کېده چې پخوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کارکونکو او منسوبینو ته کله ناکله په وخت معاش نه رسېده.

خو پوځي کارپوه جاوید کوهستانی تاییدوي چې اکثر په دغو دوو وزارتونو کې د خیالي عسکرو په نوم معاشونه د قومندانانو جیبونو ته ورځي.

«زما په اند د سیګار کوم رپوټ چې د امنیتي ارګانونو د پرسونل په اړه خپور شوی دی زه یې حقیقت ته نږدې بولم او تاییدوم یې. نه یواځې په معاشاتو کې فساد موجود دی په تخنیکي او لوجستیکي برخو کې هم فساد شته چې دې مسالې ته حکومت سم پام نه دی کړی.»

ښاغلی کوهستانی وایي چې په افغانستان کې فساد او له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه په یوه فرهنګ بدل شوی او د دې کار مخنیوی سخته دی.

دا مساله په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملي وحدت حکومت مشرانو تل په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوړلو او د فساد په مخنیوي ټینګار کړی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG