د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

افغان دولت په فاریاب کې زرګونه خیالي پولیسو ته تنخوا ورکوي


د خیالي پولیسو موجودیت او د سیمه ییزو پولیسو له خوا د دولت مخالفو وسله والو نظامي تجهیز سبب شوی چې ورځ تر بلې په فاریاب کې نا امني زیاته شي او د دې ولایت اوسېدونکي هم د خپلې راتلونکي په اړه اندېښمن کړي.

د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې ښايي چې په فاریاب ولایت کې د موجوده ناامنیو تر شا د سیمه ییزو پولیسو او د ولسي وسله والو پاڅون کوونکو لاس دی او همدارنګه دا ځواکونه د پیسو په بدل کې د دولت مخالفو وسله والو ته جنګي سپکې او درنې وسلې ورکوي.

د امنیتي پرسونل کموالی، د مجهزو او غښتلو ځواکونو نه موجودیت، د دولت مخالفو وسله والو ته د نظامي امکاناتو خرڅلاوی او د خیالي پولیسو شتون هغه څه دي چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو له خوا د دولت ضد جکړه توده ساتلې او ورځ تر بلې نا امني هم زیاتیږي.

د ازادي راډیو د یوه تحقیقي راپور تازه موندنې دا ښايي چې همدا اوس مهال په فاریاب ولایت کې ۲۲ زره او پنځه سوه غیر مسوول وسله وال له خپلو وسلو سره لاس په ماشه دي.

یوه منبع چې په راپور کې یې د نوم د نه اخیستلو غوښته کړې ویلي دي چې د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ سره له ۶ زرو ثبت شوېو ملي پولیسو څخه څه باندې ۳ زره یې خیالي پولیس دي او د مرکزي دولت له لوري غیر حضوري پولیسو ته د اعاشې او میاشتني معاش د ورکولو ترڅنګ ۶ زره میله وسله هم وېشل شوې ده.

منبع زیاتوي چې د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ ورته د ۳۶۲۹ تنو ملي پولیسو موجودیت تایید کړی، خو د کابل بانکه د تر لاسه شوي معلومات دا څرګندوي چې هر میاشت څه باندې ۶ زره پولیسو ته معاش احواله کیږي.

دا تحقیقي راپور ښايي چې د غورماچ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ سره د ۲۵۶ پولیسو نومونه راجستر دی خو یواځې ۲۹ تنه په دې قومندانۍ کې حضور لري.

منبع دا هم وايي چې د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي دا وړتیا نه لري چې د ۶۰۰۰ ملي پولیسو موجودیت ثابت کړي او ان د ۱۰۰۰ تنو ملي پولیسو شتون په یو وار سره نه شي تایید کولای.

د فاریاب ولایت د ناامنو سیمو اوسېدونکي هم د ملي پولیسوله نشتون او د هغوی د خیالي موجودیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

عنایت الله د همدې اوسېدونکو څخه د یوه کس مستعار نوم دی، هغه یې په اړه وايي:

"په هر کلي کې چې پنځه پولیس موجود دي برعکس بیا د ۱۵ کسانو نوم یې په ځای ثبت او راجستر شوی دی چې لس تنه نور یې اصلاً نه دي موجود، د خیالي پولیسو موجودیت رښتیا دی او حقیقت لري."

هاخوا بیا د فاریاب د امنیې قومندان سیداقا انداربي له دې سره چې د پولیسو په لیکو کې د ستونزو د موجودیت پخلی کوي، خو د خیالي پولیسو موجودیت نه مني.

ښاغلي انداربي یې په اړه وویل:

"هر چا چې په دې اړه خبرې کړي دا بې معنی خبري دي او حقیقت نه لري، زه ډاډ څرګندوم چې د خیالي پولیسو په اړه ستونزې حل شوي او مشکلات نه دي موجود، مونږ هېڅ ستونزه نه لرو."

د منابعو د راپورونو پر بنسټ چې سیمه ییز پولیس او غیر قانوني وسله وال(ولسي پاڅون کوونکي) د پیسو په بدل کې د دولت مخالفو وسله والو ته جنګي امکانات او وسلې ورکوي.

منبع څرګندوي چې د فاریاب ولایت د پښتون کوټ په ګلم باف سیمه کې ۳۷۰۰ میله نوې وسله د محلي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له خوا د دولت مخالف وسله والو ته ورکړل شوې ده.

منبع وايي چې قومندان رحمت، قومندان شمال، غلام سخي نوید او قادر سرحوض د محلي پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو وسله والو هغه مشران دي چې په ګرزیوان ولسوالۍ او د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې د دولت نظامي امکانات، وسلې او د امنیتي ځواکونو د وسایطو تیل د پیسو په بدل کې طالب وسله والو ته خرڅوي.

باید یاده شي چې د منبعې د معلوماتو پر اساس چې په فاریاب کېولسي پاڅون کوونکي (غیر قانوني وسله وال) د دولت له اوپراتیفي بودیجې څخه هره میاشت ۴ زره افغانۍ او د نورو مالي اسانتیاو سربېره جنګي امکانات هم ترلاسه کوي.

د فاریاب ګڼ شمېر اوسېدونکي هم دا تاییدوي چې سیمیز پولیس او ولسي وسله وال پاڅون کوونکي خپل جنګي امکانات او وسلې د پیسو په بدل کې پر وسله والو طالبانو پلوري.

د هغوی په اند چې دمخه طالبانو په فاریاب کې حتا سپکو وسلو ته لاس رسی نه درلود، خو اوس مهال د سیمیزو پولیسو او د ولسي وسله والو پاڅون کوونکو په مرسته نظامي ټانګونه لري، همدارنګه له سپکو او درنو وسلو سره د نا امنۍ د ودې په هڅه کې دي.

عنایت الله په اړه بیا وویل:

"دمخه په فاریاب ولایت کې مخالفینو ان سپکه وسله دومره نه درلوده، خو اوس مهال بیا ټانګونه او درنې وسلې لري چې له اردو او پولیسو څخه یې تر لاسه کړي دي."

د فاریاب ولایتي شورا مشر طاهر رحماني هم پر سیمیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو ( غیر قانوني وسله والو) د لګېدلو تورنو پخلۍ کوي او همدا کسان د نا امنۍ د زیاتوالي اساسي لامل بولي.

ښاغلی رحماني په دې نظر دی:

" ټولې ستونزې یې چې رامنځته کړي دي همدا سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو کړي دي، موږ دا کسان ملي پولیسو ته جلب او جذبوو."

رحماني وايي چې ولسي پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس د نا امنيو د رامنځته کېدو سبب شوي او په همدې منظور د فاریاب ولایت چارواکي هڅه کوي چې دا کسان یوه منظم نظامي سیستم ته ور داخل کړي او د ملي پولیسو لیکو ته یې جذب کړي.

له بلې خوا بیا اندېښنې موجودې دي چې سیمه ییز پولیس او یا هم ولسي پاڅون کوونکي د دولت د مخالفو وسله والو پر تمویل او تجهیز تورن دي او که د ملي پولیسو لیکو ته ور جذب شي، دا به د فاریاب ولایت لپاره بل لوی امنیتي ګواښ رامنځته کړي.

له دې سره چې فاریاب کې د ۲۲ زره غیر قانوني وسله والو او همدا رنګه د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو له خوا طالب وسله والو ته د جنګي او نظامي امکاناتو د برابرولو په اړه اندېښنې موجودې دي، دا چې تر راتلونکي پسرلي به دا ولایت له څه ډول برخلیک سره مخ شي.؟ وخت به یې ځواب وايي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG