د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

شریفي: ۲۰۱۶ د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال دی


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ فیصده زیاتوالي ښیي.

د دغې کمېټې مسؤلینو د دوشنبې په ورځ د روان میلادي کال د شپږ میاشتنی راپور د خپرولو پر وخت وویل چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ پېښې ثبت کړي دي.

د دغې کمېټې رییس نجیب الله شریفي په دې اړه وویل:

"د خبریالانو لپاره ۲۰۱۶میلادي کال ډېر خونړی کال دی، که څه هم کال نه دی پای ته رسېدلي خو شپږ میاشتې یې پوره شوي، په همدغو شپږو میاشتو کې لس تنه خبریالان وژل شوي دي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې لخوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوي دي چې په هغو کې وژل ،نیول او ګواښونه شامل دي."

ښاغلي شریفي وویل چې د خبریالانو پر وړاندې تر ډېره حده په تاوتریخوالي کې حکومتي مسئولین لاس لري خو نوموړی زیاته کړه چې طالبان هم د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او وژلو کې ښکېل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۰ مه د طلوع تلویزون د کارکونکو پر موتړ باندې په یوه انتحاري حمله کې د دغه تلویزون ۷ تنه کارکونکي ووژل شول او ۲۰ تنه نور زخمیان شول.

په راپور کې راغلي چې له دې پرته په تېرو شپږو میاشتو کې یو شمېر خبریالان وهل شوي او یا هم د خبري پوښښ پر مهال سپکاوی ورته شوی دی.

له خبریالانو څخه د خوندیتوب د کمېټې مسولینو له حکومت څخه وغوښتل څو د خبریالانو د امنیت د ساتلو لپاره اقدام وکړي.

په عین حال کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت تل د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوښښ کړی او دغو هڅو ته به دوام ورکړي.

مرتضوي: حکومت تل د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوښښ کړی.
مرتضوي: حکومت تل د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوښښ کړی.

هغه زیاته کړه:

"افغان حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره تل هڅې کړي دي او له خبریالانو سره یې په مشورې یو طرزالعمل جوړ کړي چې څنګه کولی شو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د خبریالانو امنیت ونیسو په دې برخه کې اقدام شوی دی او حکومت له خبریالانو څخه د ملاتړ په خاطر ژمن دی."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي او د طالبانو لخوا ګواښونه د هغه موارد دي چې د ښځینه خبریالانو لپاره یې د کار کولو زمینه تنګه کړې ده.

هغوی وايي چې ټول ملي او نړیوال سازمانونه باید له خپلو امکاناتو څخه په استفادې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره په ګډه کار وکړي څو خبریالان د امن په فضا کې خپلو دندو ته دوام وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG