د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د ژورنالیزم د اخلاقي موازینو مسوده تصویب شوه


د افغانستان د رسنیو او ژورنالستانو فدراسیون وايي په دغه هېواد کې د خبریالۍ کار د ښه کېدو هڅې روانې دي.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر صدیق الله توحیدي وايي، د ژورنالزم اخلاقو د تصویب ملي غونډې ته وویل چې خبریالان باید په مسوده کې راغلي موازین رعایت کړي.

د خلکو په شخصي مسایلو کې نه مداخله، د تور پورې کولو څخه ډډه، بې پري توب او د تبعیضه ډکو راپورونو څخه مخنیوی هغه مسایل دي چې د ژورنالېزم د اخلاقي موازینو په مسوده کې پرې ټینګار شوی دی.

د افغانستان د رسنیو او ژورنالستانو فدارسیون د چهارشنبې په ورځ د دې مسودې د تصویب په ملي غونډه کې وویل چې دا مسوده باید د هېواد ټول ژورنالستان رعایت او عملي کړي.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې رئیس صدیق الله توحیدي چې په دې غونډه کې یې حضور درلود وايي دا مسوده د خبریالانو سره په مسلکي کارونو کې ښه مرسته کولای شي.

دا مسوده له خبریالانو سره په مسلکي کارونو کې ښه مرسته کولای شي
دا مسوده له خبریالانو سره په مسلکي کارونو کې ښه مرسته کولای شي

هغه زیاته کړه:

"له یوه لوري به خبریالان او رسنی له تورونو څخه ډډه وکړي او له بل لوري به ژورنالستان په مسلکي او اخلاقي کار وښيي چې د مسلکي اصولو رعایت ته ډېره پاملرنه لري او کله هم داسې کار نه کوي چې د افغانستان د ژورنالیزم خلاف وي."

د ښاغلي توحیدي په وینا که کوم خبریال د نوي مسودې کوم موازین رعایت نه کړي د ژورنالستانو فدراسیون له خوا به وپوښتل شي.

په دې غونډه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه په سلګونو خبریالانو هم برخه اخیستي وه تر څو د ژورناليزم اړوند د نوي مسودې په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات له چارواکو سره شریک کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي وايي چې حکومت د دې مسودې په کار کې څه مداخله نه لري خو په هېواد کې د خبریالۍ کار د معیاري کېدو لپاره له دې ګامه هر کلی کوي.

د خبریالۍ کار د معیاري کېدو لپاره له دې ګامه هر کلی کوو
د خبریالۍ کار د معیاري کېدو لپاره له دې ګامه هر کلی کوو

نوموړي زیاته کړه:

"د یوې لویې تشې په اړه چې ډير وخت په هغې انتقاد کېږي او هغه د اخلاقي موازینو نه رعایت دی دې مسوده کې ډیر څه شته چې په تدوین سره به یې دا تشه ډکه شي او موږ به په راتلونکي کې مسول او مسلکي خبریالان ولرو."

د ولایتونو څخه کابل ته راغلي خبریالان د خپل کار د مصونیت لپاره د ژورنالیزم اخلاقو مسوده مهمه ګڼي وايي چې ژورنالستان یې باید مراعت کړي.

د لوګر ولایت یو خبریال نورالله سانکزی په دې اړه وايي:

"دا موازین چې په نظر کې نیول شوي باید هم تصویب شي او خبریالان یې عملي کړي، د خبریالانو د بې پري توب په شان مادو باید ټینګار وشي او د راپور په لیکلو کې د خبریالی ادابیات هم باید په پام کې ونیول شي."

په دې غونډه کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام هم ولوست.

په پیغام کې جمهور رئیس غني د ژورنالیزم د اخلاقي موازینو مسوده په هېواد کې د خبریالي کار د ښه والي په خاطر مثبت ګام یاد کړی او وايي چې حکومت د خبریالانو وضعیت د ښه کېدو په خاطر له هر ګام څخه ملاتړ کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG