د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کابل رسنیز مرکز له رسنیو سره همکاره او نه همکاره چارواکي په ګوته کړل


د کابل رسنیز مرکز وايي چې د افغانستان ځيني سیمه ییز چارواکي د رسنیو سره ښه همکاري لري خو ډېرو نورو بیا د ژورنالېستانو سره د همکارۍ هیڅ اړیکه نه ده جوړه کړې.

دغې مرکز چې د پنجشنبې په ورځ یې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ژورنالېستانو څخه د شوې سروې نتیجې اعلان کړې وویل چې ځينو والیانو د ژورنالېستانو سره د مرستې پر ځای ان دوی ته ستونزې پیدا کړي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي چې د کونړ، لوګر او تخار والیان او سیمه ییز چارواکي د دوی د څېړنو په سر کې راغلي چې د رسنیو تر ټولو ښه همکار دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر

ښاغلي سمندر زیاته کړه:

"په اوله ښه کټګورۍ کې درې ولایتونه راغلي چې په کې لوګر، تخار او کونړ ولایتونه شامل دي، دوی تل له رسنیو سره ښه همکاري کړې ده دوی د ولایت ټول خبریالان یو په یو پیژني او ورسره ښې اړیکې لري، هر وخت چې خبریالانو غوښتي د دوی دفتر ته ولاړ شي دوی یې منلي دي او په وخت یې مرکې ورکړي دي."

ښاغلی سمندر وايي چې دا سروې له کابل پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سیمه ییزو ۳۷۰ ژورنالېستانو څخه د څلورو میاشتو په موده کې شوې ده.

له دې ورها خوا کابل رسنیز مرکز د هېواد د هغو ولایتونو نومونه هم واخېستل چې چارواکي یې د ژورنالېستانو سره د نشت په حساب همکاري لري.

ښاغلی سمندر وايي چې د زابل، کاپیسا او ننګرهار والیانو د لومړی د بدخشان، خوست او پکتیا والیانو د دویمې د بادغېس او سمنګانو والیانو بیا د دریمې بدې کټګورۍ درجې خپلې کړي دي.

د رسنیو سره د همکارۍ او نه همکارۍ په تور د سیمه ییزو چارواکو نومونه داسې وخت اخېستل کیږي چې سیمه ییز ژورنالېستان ډېر وخت د امنیتي ګواښونو تر څنګ له دولتي چارواکو د ناوړه چلند شکایتونه هم لري.

له دې وړاندې رسنیو د مرکز په کچه د وزارتونو او خپلواکو ادارو ځیني مطبوعاتي استازي هم په ستاینلیکونو ستایلي دي.

افغان حکومت وايي چې معلوماتو ته لاس رسۍ د هر افغان حق دی او چارواکي باید د رسنیو له لارې دا رابطه پیاوړي کړي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دې سروې د هرکلي تر څنګ په والیانو غږ وکړ چې له رسنیو سره همکاري ډېره کړي.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دې سروې هرکلی کوي
د جمهور ریس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دې سروې هرکلی کوي

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د والیانو له کړنو، اجراتو او اړیکو سره د دوی راتلونکی تړلی دی زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې والیان له رسنیو سره تر ټولو ډېره مرسته وکړي او له دې لارې خپلې کړنې تر ولسه ورسوي."

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې والیان رسنیو ته د قدرت په سترګه ګوري او هڅه کیږي چې د ژورنالېستانو سره قانوني پیاوړي اړیکې موجودې وي.

د دې ادارې ویانده منیره یوسفزاده چې په دې څیړنه څه انتقاد هم لري وايي چې پر وخت د والیانو معلوماتو ورکولو لپاره دوی ځانګړي ګروپونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG