د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د افغان او پاکستاني خبریالانو د تګ راتګ مهم هدفونه څه دي؟


د اکول اکسس په نوم موسسه وايي چې د افغانستان ـ پاکستان د خبریالانو تر منځ د راشه درشې پروګرام مهم هدفونه د د دواړو هېوادونو د رسنیو تر منځ د اړيکو پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د کره معلوماتو تر لاسه کول دي.

په افغانستان کې د اکول اکسس موسسې مسؤلین وايي چې د افغانستان ـ پاکستان د رسنیو د خبریالانو د راشه درشې پروګرام درېیم پړاو موضوعات به د توریزم یا سیاحت او ورزش په برخه کې وي.

د اکول اکسس موسسې له خوا د افغانستان ـ پاکستان د رسنیو د خبریالانو د راشه درشې پروګرام مسوول اسدالله داودزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام هدفونه د اړيکو پیاوړتیا او د همدې اړیکو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د کره معلوماتو تر لاسه کول دي.

هغه زیاته کړه:

"د دغه پروګرام دوه عمده موخې دي چې یوه یې د افغانستان او پاکستان د رسنیو تر منځ بنسټیزې او دوامدارې اړیکې رامنځته شي او دوهمه موخه یې دا ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کومه ستونزه ده، کره معلومات او اطلاعات تر لاسه کړي او د هغې پر بنسټ باندې خلکو ته راپورونه او معلومات وړاندې کړي."

د ښاغلي داودزي په وینا د افغانستان ـ پاکستان د رسنیو د خبریالانو په درېیم پړاو دغه پروګرام کې چې اته ورځې به دوام وکړي د افغانستان د توریزم یا سیاحت او ورزش په برخه کې به راغلیو خبریالانو ته معلومات ورکړل شي.

د یادونې ده چې شا او خوا دوه میاشتې مخکې د افغان خبریالانو یوې ډلې هم د یاد پروګرام له لارې په ورته موضوعاتو د پاکستان لاهور ښار ته سفر کړی و.

په ورته وخت کې د دغه پروګرام له لاري کابل ته راغلي خبریالان د ګډو ستونزو د هواري او خلکو ته یې د رسولو لپاره ورته پروګرامونه ډېر اړین ګڼي.

کابل ته په راغلو خبریالانو کې د پښتونخوا راډیو خبریالې ثناعجاز ازادي راډیو ته وویل:

"موږ یو شان کلتور لرو، موږ یو شان ژبه لرو، که په موږ باندې دلته کوم تکلیف راځي یا هلته راځي زموږ یو شان درد دی یو شان تکلیف دی، کله کله ډېر ضروري شی چې موږ یو د بل د درد محصوصولو لپاره یو بل سره تګ راتګ وي، په دې طریقه موږ یو د بل د تکلیفونو اندازه لګولی شو او کوم چې زموږ مثبتې خبرې دي هغه مخ پر وړاندې بیولی شو او له خلکو سره یې شریکولی شو."

موږ یو شان کلتور لرو، موږ یو شان ژبه لرو
موږ یو شان کلتور لرو، موږ یو شان ژبه لرو

د افغانانو لویه ستونزه په خپل هېواد کې جنګ او د یوې پایښتي سولې نه شتون دی چې هم د افغان حکومت او هم د دغه هېواد د ډېریو خلکو په باور پاکستان د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو نه په ملاتړ سره د افغانانو دا خوشحالي له دوی اخیستې ده.

ولیدل شي چې د اغلې عجاز په وینا کابل ته راغلي د پاکستاني بېلابېلو رسنیو خبریالان تر کومه د دې هېواد د خلکو درد محسوسولی او د مثبت بدلون په هدف یې له خپلو خلکو او چارواکو سره شریکولی شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG