د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

افغان چارواکو او ګڼو رسنیو د طلوع شبکې پر کارکوونکو حمله وغندله


د طلوع تلویزیون د اوو کارکوونکو یو ځایي وژنه په افغانستان کې پر یوې رسنۍ تر ټولو سخت برید دی. تېرماښام دا کسان په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

د طلوع تلویزیون او موبي په نوم ګروپ نژدې دیرش خبریالان او کارکوونکي له خپلو کارونو د ستنیدو په حال کې وو چې د دوی پر موټر د روسیې سفارت ته څيرمه چاودنه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د سفارت کارکوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل:

"یو کاسټر موټر د ډوبلې د برخې روان وو چې یو سراچه کورولا موټر راځي او د تګ پر مهال په عمومي لاره کې پر کاسټر موټر، موټر بم حمله کوي.په دې چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون اووه تنه شهیدان کیږي او پنځه ویشت تنه ټپیان دي."

د طلوع تلویزیون په وینا د ډوبلې د برخې یوه نجلۍ، د ګرافیک د برخې یوه نجلۍ، د ویډیو یو اډیټر، یو فلم اخیستونکی او یو موټروان وژل شوي دي.

تر اوسه د دوو نورو وژل شوېو په اړه څه نه دي ویل شوي. په دې پېښه کې پنځه ویشت تنه ټپیان هم دي چې شل یې د طلوع تلویزیوني شبکې غړي دي.

د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. تر دې برید وروسته یو شمېر رسنیو وویل چې ډير ژر به د طالبانو د خبرونو د خپریدو په اړه پریکړه وکړي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی. افغان رسنیو دا برید په سختو ټکو غندلی دی. د پژواک اژانس مشر دانش کړوخیل ازادي راډيو ته وویل:

"پر یوې رسنۍ یا پر خبریالانو حمله اصلاً د توجیه وړ نه ده. دې ته موږ یو بزدلانه عمل ویلی شو. ژورنالستان یوه مظلومه بې وسلې ډله ده چې یوازې قلم او کاغذ په لاس کې لري او د دوی اساسي دنده خلکو ته د معلوماتو رسول دي. څوک چې دا کسان په نښه کوي او له دوی نه انتقام اخلي، د افغانستان وسله وال مخالفان د یا هغه ډلې ټپلې چې دغه ډول کارونه کوي، باید خپلو کړو ته یو ځل بیا کتنه وکړي."

ولسمشراشرف غني چې د سویس په سفر دی او هلته یې په نړیوالې اقتصادي غونډې کې برخه اخیستې ده په یوه پیغام کې وویل، هغه کسان چې د افغانستان خلک وژني له هغوی سره به هیڅ راز خبرې ونه شي.

اجرایي رییس عبداله عبداله چې تېرماښام یې په ایمرجنسي روغتون کې د ټپیانو حال واخیست په یوه بیان کې وویل چې د هېواد د رسنیو پر غړو چې په سختو شرایطو کې په ریښتونولۍ خلک له پيښو خبروي، برید کول په حقیقت کې د طالبانو او ترورستانو اصلي څیره په ډاګه کوي چې په هیڅ دیني او مدني ارزښت باور نه لري.

پخوا چې څو ځله په افغانستان کې رسنۍ په نښه شوې وې، نو د یوې مودې په مخه یې د طالبانو او نورو یاغي ډلو د خبرونو پر خپریدو بندیزو ولګاوه. په کابل کې یو شمیر رسنیو ازادي راډیو ته وویل چې ډیر ژر به غونډه وکړي او دا مساله به پکې وڅیړي چې تر دې وروسته د یاغیانو د خبرونو له خپریدو سره څه وکړو.

XS
SM
MD
LG