د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د مسکو پوځي همکاري کولای شي د تروریزم ځپلو کې مرسته وکړي


د افغانستان ملي امنیت شورا هیله څرګندوي چې له روسیې څخه د دې هېواد د پوځي همکاریو غوښتنه به ومنل شي.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي چې له افغانستان سره د روسیې پوځي مرستې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي او تروریزم سره د مبارزې لپاره ګټورې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایې له دې هېواد سره د روسیې پوځي مرستې کولی شي چې د تروریزم د ګواښونو لمنځه وړلو په برخه کې ګټور ثابت شي.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان پوځي اړتیاوو یو لست د روسیې ملي امنیت شورا ته تسلیم شوی او هیله من دي چې د افغانستان دا غوښتنه د روسیې له لوري ومنل شي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ باور پر دې دی چې د ترهګرۍ په وړاندې ګډه مبارزه زموږ د سیمې د متحدینو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري، د دې لپاره ضرور دی چې د افغانستان مسلح قوتونه هم په ښه ډول تجهیز شي د دغه قوتونو د تجهیز لپاره مشخصې غوښتنې د روسیې لوري ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین له لوري د روسیې ملي امنیت شورا ته سپارل شوي هیله من یو چې همکاري ترلاسه شي."

د افغانستان حکومت او روسیې په نوي اقدام کې د استخباراتي معلوماتو په تبادلې هم موافقه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د جمعې په ورځ په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې له روسیې چارواکو سره یې د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او روسیې چارواکو په ځواب کې له افغانستان سره د امنیتي همکاریو پراختیا مهمه بلللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغان چارواکو په وینا روسیه د افغانستان سیمه ییز متحده ده او کولی شي چې له دې هېواد سره مهمې پوځي مرستې وکړي.

کابل او مسکو یوه میاشت مخکي د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه موافقه لاسلیک کړه.

له دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې روسیې نږدې لس زره میل کلاشینکوف افغانستان سره مرسته وکړه.

افغانستان په داسې حال کې له روسیې د پوځي هکاریو غوښته کوي چې د امریکا متحده ایالات او ناټو د دې هېواد تر ټولو لوی تمویلونکي دي او امریکا د افغانستان د جګړې ډير لګښت په غاړه لري.

یو شمېر د نظر خاوندانو له دې وړاندې بیا اندېښنه ښودلې چې له افغان ځواکونو سره د روسیې پوځي مرستې به ممکن د ناټو او روسیې ترمنځ تضاد رامنځ ته کړي.

د دغو اندېښنو په ځواب کې د ولسي جرګې دفاعي امنیت کمېسیون غړي علي اکبر قاسمي داسې وویل:

"په دې کې شک نشته چې یو شمېر حساسیستونه شته، افغانستان نشي کولی چې د روسیې او دهغو د متحدینونو رول له پامه وغورځوي چې خپلې ګټې د نورو د ګټو قرباني کړي."

خو یو شمېر سیاسي کتونکي بیا ټينګار کوي چې افغانستان باید له روسي څخه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو په خاطر له امریکا او ناټو سره لازمې مشورې وکړې.

افغان کار پوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل که چېري افغان حکومت د روسې او امریکا ترمنځ موجوده حساسیتونو ته پام ونه کړي ممکن دا هېواد د دغو نړیوالو قدرتونو د جګړې په ډګر بدل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG