د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

افغانستان او روسيي له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې موافقه وکړه


روسیې او افغانستان موافقه وکړه چې د پوځي تخنیکې همکاریو یوه کمیټه جوړه کړي او له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې ګډې هڅې زیاتې کړي.

دا موافقه مسکو ته د دفاع د سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د سفر پر مهال وشوه.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"د ملي دفاع وزیر مسکو ته په رسمي سفر تللی دی، هلته د دواړو هېوادو تر منځ پر یو شمېر دفاعي چارو خبرې کوي. په هغه برخه کې به هم خبرې وشي چې ممکنه ده په هغه ډګر کې روسیه کولای شي چې له موږ سره مرسته وکړي."

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر په مسکو کې د پنځم نړیوال امنیتي کنفرانس تر څنګ د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل.

جنرال دولت وزیري
جنرال دولت وزیري

تر دې لیدنې کتنې وروسته معصوم ستانکزي رسنیو ته وویل، پر دې مو خبرې وکړې چې روسیه دې د هغو افغانانو شمېره لوړه کړي چې په روسیه کې پوځي زده کړې کوي، استخباراتي معلومات دې له افغانانو سره تبادله کړي او د پوځي تخنیکي همکاریو د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو خبرې یې وکړې.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا هر کال له ۳۰تر ۴۰ پورې افغان محصلان په پوځي برخه کې په روسیه کې زده کړې کوي.

د مسکو په پنځم نړیوال امنیتي کنفرانس کې ۵۰۰ پوځي او سیاسي چارواکو برخه اخیستې ده د افغانستان د دفاع د سرپرست وزیر سربیره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون پکې کړی دی.

حامد کرزي د کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل چې په افغانستان کې هغه وخت امنیت راتلای شي چې د سیمې هېوادونه ګډې هڅې وکړي:

"د امریکا متحد ایالتونه او د هغه متحدان به په افغانستان کې خپل هدفونه له اوسنیو شرایطو سره سم د روسیې له مرستې پرته، د چین له مرستې پرته، د هند او ایران له مرستې پرته ترلاسه نه کړي. موږ غواړو چې پاکستان هم په اخلاص له دې مبارزې سره یوځای شي، نو بیا به موږ پرته له څه شکه وګورو چې افغانستان به باثباته شي، پاکستان به باثباته شي او سیمه به خوندي شي."

حامد کرزي د کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل چې په افغانستان کې هغه وخت امنیت راتلای شي چې د سیمې هېوادونه ګډې هڅې وکړي.
حامد کرزي د کنفرانس په لومړۍ ورځ وویل چې په افغانستان کې هغه وخت امنیت راتلای شي چې د سیمې هېوادونه ګډې هڅې وکړي.

د مسکو امنیتي کنفرانس دوه ورځنی دی او نن به هم دوام وکړي.

د دې کنفرانس تر څنګ تېره ورځ د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر د روسیې له دفاع وزیر سره پر دې هم خبرې کړې دي چې څرنګه کابل او مسکو د نړیوال ترورېزم پرضد ګډې هڅې کولی شي.

د روسیې انترفکس اژانس د معصوم ستانکزي په وینا خبر ورکوي چې له سرګي شویګو سره غونډه بریالۍ وه او په کې ګډ ټکي وو چې په هغو کې د روسیي لورې هم دا خبره کوله چې په افغانستان کې بې ثباتي ټوله سیمه ګواښي.

XS
SM
MD
LG