د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

"امریکا روسیه دې ته هڅوي چې په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي"


په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د روسیې په ګډون د هر هغه هېواد هر کلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي ثبات هوډ لري.

یاد سفارت وايي، روسیه دې ته هڅوي چې د افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې مثبت رول ولوبوي.

د امریکا سفارت دغه څرګندونې د ازادي راډيو د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي چې د افغان حکومت او روسیې د اړیکو د بیا غوړېدو په اړه یې ترې کړې وه.

د امریکا سفارت په خپل برېښنا لیک کې د خپل ویاند په حواله چې نوم یې نه دی ذکر شوی لیکلي:

"د امریکا متحده ایالات د سیمې له هغو ټولو هېوادونو سره لېوالتیا لري چې د افغانستان د ښه امنیت او سیاسي او اقتصادي ثبات په اړه نظر لري، موږ ټول هېوادونه هڅوو چې له افغان چارواکو یا د سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو له لارې د افغانستان په باثباته کېدو کې مثبت رول ولوبوي، په قاطعیت سره موږ روسیه هم دې ته هڅوو چې داسې یو مثبت رول ولوبوي."

د امریکا سفارت وایي، روسیه دې ته هڅوي چې د افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې مثبت رول ولوبوي
د امریکا سفارت وایي، روسیه دې ته هڅوي چې د افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې مثبت رول ولوبوي

د امریکا سفارت د افغانستان او روسیې د اړیکو په اړه ډاډ وروسته له هغې څرګندوي چې له دې وړاندې سیاسي کارپوه حاجي سید داوود ازادي راډیو ته ویلي و چې امریکا په افغانستان کې فزیکي حضور لري او روسیې ته به اجازه ورنه کړي چې په مستقیمه توګه د دغه هېواد په قضیه کې ښکېله شي.

له دې سره سم د ملي شورا یو شمېر غړو او د نظر خاوندانو دا اندېښنه هم ښودلې وه چې له روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل به افغانستان د سوریې په څېر د امریکا او روسیې د سیالۍ په ډګر بدل کړي.

روسیه او امریکا د سوریې د جګړې او له روسیې سره د اوکراین د کریمیا برخې د یوځای کولو په اړه مخالفتونه لري.

امریکا د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د رژیم مخالفه ده او د همدغه رژیم له منځه وړل د سوریې د جګړې حل بولي، خو بل لورته روسیه د بشارالاسد ملاتړ کوي او د سوریې د مخالفینو پر ضد یې هوایي حملې پيل کړي دي.

دغو اندېښنو ته په پام له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زغرده ویلي چې له هر هېواد سره مستقیمې اړیکې ټینګوي او دغه اړیکې به د بل کوم هېواد په زیان نه وي.

د روسیې او افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې پوځي همکاري زیاته شوې او څه موده وړاندې روسیې افغان پوځ ته لس زره کلاشینکوفونه ورکړل.

په کابل کې د روسیې سفیر تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل، هیله لري چې له افغان حکومت سره د امنیتي همکاریو یو سند هم لاسلیک کړي.

بل لورته د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې روسیه د ترویزم او د مخدره موادو د قاچاق پر ضد مبارزه او د افغان ځواکونو په تجهیزولو کې ښه مرسته کولای شي.

دا چې د روسیې او افغانستان د نږدې کېدو په اړه پيدا شوې اندېښنې او بل لورته د امریکا د سفارت نوی ډاډ به تر کومه حده عملي بڼه غوره کوي، هغه پوښتنې دي چې د وخت په تېرېدو به ځواب شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG