د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

وزیري: له ترورېزم سره په مبارزه کې د روسیې رول ګټور دی


د افغانستان دفاع وزارت له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د روسیې رول مهم او ګټور بولي.

د دغه وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل روسیه کولای شي چې د افغان سرتیرو د روزنې تجهیز او مهماتو په برخه کې مرسته وکړي.

وروسته له هغې چې له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې لپاره له روسیې سره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو خبره وشوه، دفاع وزارت یو ځل بیا ټينګار کوي چې روسیه د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، روسیه کولای شي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې تجهیز او مهماتو له لارې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

جنرال وزیري وویل، روسیه له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کولای شي.
جنرال وزیري وویل، روسیه له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کولای شي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"روسیه کولای شي چې له موږ سره په ځنیو برخو کې مرسته وکړي، وسله وال پوځ دې ته اړتیا نه لري چې د جګړې په ډګر کې څوک ورسره مرسته وکړي او موږ سره یوځای عملیات وکړي موږ دېته قطعاً اړتیا نه لرو، کومو برخو کې چې اړتیا ده روسیه له موږ سره مرسته کولای شي، له ترورېزم سره په جګړه کې برخه واخلي، ښوونه او روزنه کې له موږ سره مرسته وکړي، کیدای شي چې د مهماتو او پرزو په برخه کې روسیه له موږ سره مرسته وکړي."

د افغانستان او روسیې ترمنځ له نړیوال ترورېزم سره د ګډې مبارزې لپاره د پوځي او تخنیکي همکارېو د کمېټې د جوړولو خبره روسیې ته د افغانستان د دفاع د سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د سفر پر مهال شوې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي، د دغه توافق جزیات به کابل ته د معصوم ستانکزي له راستنیدو وروسته روښانه شي.

تردې وړاندې په کابل کې د روسیې سفارت هم له افغان حکومته غوښتي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارېو د هوکړه لیک لپاره چمتووالی ونیسي.

د روسیې سفیر دا هوکړه لیک د افغان حکومت په ګټه بللی.

سره له دې چې د دې هوکړه لیک جزیات نه دي خپاره شوي خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا هېواد د جګړې په ډګر کې د روسیې سرتیرو حضور ته اړتیا نه لري او یوازې لازمه ده چې دا هېواد د افغان ځواکونو روزنې او پوځي تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

له بلې خوا یو شمېر پوځي او امنیتي کارپوهان وایي، اړتیا ده ترڅو د نړۍ ټول هېوادونه له ترورېزم سره ګډه مبارزه وکړي.

امرالله امان ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د نړۍ هېوادونه باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړي.

امرالله امان: نړۍ باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړي.
امرالله امان: نړۍ باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړي.

ښاغلي امان زیاته کړه:

"واقعاً د دې ناوړې پدېدې په وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده، دا مبارزه باید د ټولې نړۍ په کچه وي، نه یوازې په سیمه ییزه توګه بلکې په نړیواله کچه باید په دې برخه کې کار وشي، هیله مند یم چې یو ځلي بیا په نړيواله سطحه په دې اړه یو تجدید نظر وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي هم د مسکو په دې ناسته کې ویلي چې د روسیې،چین، هند او ایران له مرستې پرته به لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ونه رسیږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG