د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

روسیې افغان حکومت ته ۱۰زره میله کلاشنېکوفونه ور وسپارل


روسیې د چهارشنبې په ورځ رسماً افغان حکومت ته ۱۰زره میله کلاشینکوفونه ور وسپارل.

په کابل کې د روسیې سفیر ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به هم له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، افغان ځواکونه لاهم د سپکو او درنو وسلو په برخه کې مشکلات لري خو د روسیې په ګډون یې له ټولو متحدینو د مرستې غوښتنه کړې ده.

که څه هم د افغان سولې هڅې چټکې شوي خو تازه مسکو افغان ځواکونو ته ۱۰ زره میلوه کلاشنیکوف او ځیني نور مهمات په واک کې ورکړل.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېڅکي وايي، افغان ځواکونو ته د روسیې له لوري د ۱۰ زره میله کلاشنیکوفونو ورکړه د هغه سیاست زباد دی چې مسکو د باثباته افغانستان غوښتونکی دی.

ښاغلي سفیرافغان ځواکونو ته د کلاشنیکوفونو د ورکړې په رسمي مراسمو کې چې د کابل د هوايي ځواکونو په قول اردو کې جوړ شوي وویل، کریملن به د پرمختللي او پیاوړي افغان ځواک د رامنځته کېدو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

ښاغلي مانتېڅکي زیاته کړه:

"دغه اقدام د روسیې او د افغانستان د دوستۍ په دوام کیږي او دا په دې مانا ده چې موږ له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکوو.زموږ هېواد د ازاد، بې طرفه او د مخدره توکو او ترورزېم څخه د پاک او له اقتصادي پلوه د پیاوړي افغانستان غوښتونکی دی."

د روسیې پیاوړو پوځي پوهنتونو ته د لسګونو افغان پوځي محصلینونو استول په کابل کې د روسیې د سفیر بله ژمنه وه چې د ده په خبره په روان زیږدیز کال به دغه کار وشي.

روسیې د خلقیانو د واکمنۍ پرمهال هم افغانستان ته پرمختللې درنې وسلې او الوتکې ورکړې وې چې ځیني یې اوس له کاره لوېدلې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمر چې افغان ځواکونو ته یې د کلاشنېکوفونو د ورکړې په مراسمو کې خبرې کولې وویل روسیې په ډېر حساس وخت کې ډیره مهمه مرسته وکړه.

ښاغلي اتمر وايي، د افغان حکومت مشرتابهد افغان ځواکونو مبارزې د بریا لپاره د لازمو تجهیزاتو د برابریدو په هدف له ټولو ملاتړو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"زموږ قواووې سقیله اسلحه نه لري دا ستونزه شته په ځینو ځایو کې ځینو جزوتامو سره بناً د حکومت کوښښ دا دی چې نه یوازې خفیفه اسلحه لاسته راوړي بلکې سقیله سلاح هم خپلو قوواوو ته برابره کړو."

د ښاغلي اتمر د معلوماتو له مخې افغان حکومت د روسیې په ګډون له خپلو ټولو متحدینو د جنګي الوتکو، توپچي، سقلیه سلاوو او کشف لپاره د ځینو وسایلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، افغانستان له داسې ترهګرو سره په جګړه بوخت دی چې غواړي نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او په خاصه توګه د روسیې امنیت ته هم جدي ګواښ پېښ کړي خو روسیې په دغه مبارزه کې له خپله اړخه هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG