د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

مینه پال: له روسیې سره به ډېر ژر د همکاریو تړون لاسلیک شي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ډېر ژر له روسیې سره د اوږد مهاله همکاریو تړون وروستی شوی او ډېر ژر لاسلیک کېږي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند وايي، له روسیې سره د هر اړخیزو همکاریو په دغه تړون د روسیې او افغانستان حکومتونو په ګډه کار کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو تړون کې د پوځي، اقتصادي، استخباراتي او د مخدره موادو پر ضد همکارۍ شاملې دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او روسیې د اوږدمهاله همکاریو د تړون متن وروستی شوی او ډېر ژر لاسلیک کېږي.

هغه زیاته کړه:

"په یوه هر اړخیز تړون د فغانستان او روسیې حکومتونو له خوا په ګډه کار شوی دی او ډېر ژر لاسلیک کېږي، په دغه تړون کې پوځي، اقتصادي او استخباراتي همکارۍ او د مخدره موادو پر ضد ګډې هڅې شاملې دي."

نږدې دوه اوونۍ مخکي په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي له خپل هېواده وغوښتل چې د پوځي تړون د لاسلیک لپاره چمتووالی ونیسي او استخباراتي معلومات دې له یو بل سره بدل رابدل کړي.

افغان حکومت په داسې حال کې له روسیې سره د اوږمهاله همکاریو د تړون د لاسلیکولو لپاره د چمتووالي خبره کوي چې له دې مخکې یي د امریکا له متحده ایالتونو، بریټانیا، فرانسې، اسټرالیا او ناټو سره په سیاسي، امنیتي، فرهنګي او نورو برخو کې ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.

له بلې خوا د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان له روسیې سره د دغه هېواد پخوانیو همکاریو ته په کتو د تړون لاسلیک د افغانستان په ګټه بولي.

د نړیوالو اړیکو یوه کارپوه عبدالصبور اریایي له ازادي سره په خبرو کې وویل چې روسیه په سیمه کې یو پياوړی هېواد دی او کولای شي چې په ښه توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په سیاسي او مالي برخو کې مرسته وکړي.

د ویلو ده چې په کابل کې د روسیې سفیر له امریکا سره د خپل هېواد د اړیکو خړپړ کېدو ته په اشارې ویلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې له امریکا سره په ګډه کار نه کوي.

د امریکا سفارت بیا څه وخت مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ټول قاطعیت سره روسیه هڅوي چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او امنیت په برخه کې خپل رول ولوبوي.

اخوا د پخواني رژیم دفاع وزیر او سیاستوال شهنواز تڼی وايي چې د یاد تړون د لاسلیک لپاره د امریکا او لوېدیځو هېوادونو قانع کول مهمه دي او که دا کار ونه شي افغانستان به د داسې تړون د لاسلیک په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه:

"روسیې او افغانستان تر منځ هغه وخت دغه معاهدې او پرېکړې په ښه توګه ترسره کېدای شي او بیا عملي کېدای شي چې د ناټو په خاص ډول په سر کې امریکا او د روسانو دغه عمومي ګټې او سټراټيژيک اهداف په پام کې ونیول شي او د دوی تفاهم ترسره شي، له دې پرته زه فکر کوم چې د معاهدې لاسلیک او بیا عملي کول ګران کار دی."

ښاغلي ټني ټینګار وکړ که چیرې افغانستان له نړۍ سره په خپلو اړیکو کې توازن په پام کې وساتي نو د تړونونو لاسلیک د هېواد په ګټه دی.

خو له دې وړاندې یوه بل سیاسي کارپوه حاجي سید داوود له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې امریکا په افغانستان کې فزیکي حضور لري او روسیې ته اجازه نه ورکوي چې په مسقیم ډول د افغانستان په قضیو کې ځان دخیل کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG