د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

یوایس‌آی‌پي: له افغانستان او پاکستانه د امریکا ګټو ته ترهګریز ګواښونه په زیاتېدو دي


ارشیف: په کابل کې داعش پر ضد د طالبانو د ترسره شویو عملیاتو وروسته د یوې خونې انځور
ارشیف: په کابل کې داعش پر ضد د طالبانو د ترسره شویو عملیاتو وروسته د یوې خونې انځور

د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوت له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوت د شنبې په ورځ د مې په څلورمه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه، د یوه راپور په خپرولو سره له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ د ګواښونو پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یاد انسټېټیوت په راپور کې راغلي: "په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د لوړپوړې مطالعاتي ډلې د څېړنو پایلې ښيي له دغه دوو هېوادونو څخه د متحده ایالاتو ګټو ته ترهګریز ګواښونه په پرله‌پسې ډول مخ په زیاتېدو دي او افغانستان د امریکا له وتلو مخکې مودې په پرتله د ترهګرو ډلو لپاره د ودې فضا رامنځته کوي."

د امریکا د سولې انسټېټیوت د معلوماتو له مخې، دا ډله به د مې په ۱۴مه په دې اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي او له ترهګرۍ سره د متحده ایالاتو د مبارزې پالیسي لپاره به د پام وړ ارزانه او دوامداره لاره وڅېړي.

په دې راپور کې دغه شان راغلي: "د طالبانو لخوا ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو برابرول او د هغوی د افراطي ایډیالوژۍ ترویج هم د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي."

خو د طالبانو حکومت دا ادعا په وار وار رد کړې او ویلي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله قعالیت نه لري.

هممهاله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر او جمهوري غوښتونکي مایکل مک‌کال هم له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دې هېواد کې د اسلامي ډلې (داعش) خراسان څانګې او القاعده د حضور د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر او جمهوري غوښتونکي مایکل مک‌کال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر او جمهوري غوښتونکي مایکل مک‌کال

مک‌کال، د مې په درېیمه نېټه واشنګټن پوسټ رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "موږ نه غواړو چې افغانستان د القاعدې او د داعش خراسان ځانګې لپاره د روزنې په ډګر بدل شي، خو په حقیقت کې دا هغه څه دي چې روان دي او که پام ورته ونه کړو، دا به د وطن لپاره په یو ګواښ بدل شي."

په ورته وخت کې د پوځي او امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان هم په دې نظر دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترهګریزۍ ډلې په افغانستان کې پیاوړې شوي دي.

په تېر جمهوري نظام کې یو مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ازادي راډيو ته وویل: "دا چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل نو ټولو افراطي ډلو ترې الهام واخیست چې دوی کولای شي د ترهګریزو عملیاتو او جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي."

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې یو مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې یو مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل

ازادي راډیو وغوښتل د امریکا د سولې انسټېټیوت، مایکل مک‌کال او د امنیتي او پوځي چارو کارپوهانو د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې تر دې مخکې هم د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په تېره بیا د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د طالبانو حکومت چې مخکې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبره کړې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یې امیر خان متقي د غويي په ۶مه نېټه په یوه ناسته کې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ او دغې افراطي ډلې ته د زمینې په برابرولو تورن کړل، خو د دغو هېوادونو نومونه یې وانه‌خیستل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG