د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

اوچا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی


په فاریاب کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په فاریاب کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا راروانه اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.

په داسې حال کې چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا بیا راروانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.

دغه ادارې په خپل تازه راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی وړاندوینه کړې چې په ځینو سیمو کې به په ورځنۍ ډول ۳۰ ملي مترو پورې اورښت وشي.

اوچا دغه اورښتونه ځکه د اندېښنې وړ بللي چې د راپور په ټکو د اوبو زېرمې ډکې شوي او د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د راپور پر بنسټ د روان میلادي کال د اپرېل له ۱۰مې تر ۱۶مې د افغانستان مرکزي، شمالي، شمال لوېدیځو او سویلي سیمو سخت بارانونه او سېلابونه تجربه کړل.

په راپور کې راغلي چې د دغه اورښتونو له امله لس کم ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې، ۳۶ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان شول.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وړمه ورځ رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي وو چې له کوچني اختر راپه‌دېخوا د سېلابونو او بارانونو له امله لږ ترلږه اویا تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا په راپور کې دا هم راغلي چې د دغو اورښتونو له امله ۱۹۸ کورونه په بشپړ ډول له‌منځه تللي او ۷۳۸ نور په قسمي ډول زیانمن شوي ډي.

د دې ترڅنګ ۴۶ کورنۍ بېځایه شوي ۴۷۰ څاروي تلف شوي او ۶۳زره ۷ سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

بادغیس، فراه، هلمند، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، پروان او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.

د کندهار، فراه او ارزګان په ګډون ځینو ولایتونو کې سېلابونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، له وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او وروستیو اورښتونو لا پسې وځپل.

د نورستان او فاریاب دوه اوسېدونکو حاجي میراجان او عبدالرحمان ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

حاجي میراجان وویل: "درې څلورو ځایونو نه غټې تېږې راوغورځېدلي دي. د ولسوالیو او مرکز لارې بندي دي، تر اوسه هیچا اقدام نه دی کړی، د خلکو له وسې بهر کار دی دا. لارې بندې دي او ناروغانو او مسافرو ته یې لوی تکلیف جوړ کړی دی."

د فاریاب اوسېدونکی عبدالرحمان وايي: "په فاریاب کې سخت سېلابونه راوتلي دي، لارې یې خرابې کړي دي، پشتون کوټ، المار، چلګزي او اغاحصار ولسوالۍ کې یې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي."

زیانمن شوي کسان د طالبانو له حکومته او مرستندویه ادارو نه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د اورښتونو له امله د اوښتو زیانونو د وروستیو شمېرو او دغه شان له زیانمنو سره د مرستو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو د طالبانو د حکومت د دولت وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې ملا جانان سایق د دې راپور تر خپرېدو اړیکه ځواب نه‌کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې، واورې او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG