د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

اوچا: تېر کال په افغانستان کې ۲۱۴ مرستندویه کارکوونکي نیول شوي او ۲۲ ټپیان دي


ارشیف: په افغانستان د ډبلیوایف‌پي کارکوونکي د خوراکي توکو د لېږد پر مهال
ارشیف: په افغانستان د ډبلیوایف‌پي کارکوونکي د خوراکي توکو د لېږد پر مهال

نن د مارچ ۲۵مه د ملګرو ملتونو د نيول شویو او ورکو شويو کارکوونکو سره د پیوستون نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو د دغې ورځې د نمانځلو موخه د دغه سازمان د کارکونکو او سوله ساتونکو او همدارنګه په نادولتي ادارو او مطبوعاتو کې د ملګرو ملتونو د همکارانو د ساتنې لپاره، د عدالت غوښتنې او د هوډ پیاوړي کول بللي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او مرستندويه ادارو فعاليتونه په تېره بيا ښځې د طالبانو د حکومت له‌خوا له بنديزونو او محدوديتونو سره مخ دي او د لسګونو تنو سره د تاوتريخوالي او د نيول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د وروستي راپور له‌مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۱۴ مرستندویه کارکوونکي نیول شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو يادې ادارې په خپل راپور کې ویلي، په تېر کال کې د بشري حقونو د کارکوونکو، سرچينو او بشردوستانه امکاناتو پر وړاندې تاوتریخوالی په دغه هېواد کې د بشري مرستو پر فعالیت د پام وړ اغېز کړی دی.

ارشیف: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د اړمنو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د اړمنو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال

د مرسته کوونکو ادارو نيول شويو کارکوونکو د امنيتي ستونزو له امله ونه‌غوښتل له ازادي راډيو سره خبرې وکړي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه ښځینه کارکوونکې وايي، ښځې د نورو محدودیتونو تر څنګ په نادولتي ادارو کې د کار کولو له کبله د نیول کېدو له خطر سره مخامخې دي.

هغې چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وويل: "زه په ځلونو د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ شوې يم او د همدغو ګواښونو له امله مې کور بدل کړ، په کابل کې ځینې امنیتي ستونزې لرم او نه‌شم کولی چې ګرځېده راګرځېده وکړم."

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مرستیالې هيدر بار ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال په افغانستان کې د بشري فعالیتونو په‌ وړاندې تر ټولو لویه ننګونه په مرستندویه پروګرامونو کې د ښځینه کارکوونکو نه‌شتون دی او د ښځو له شتون پرته د ملګرو ملتونو د فعالیتونو دوام د اندېښنې وړ دی.

بار وايي: "موږ له سازمان تمه لرو چې د بشري حقونو په مسئله پوه شي او د بشردوستانه مسئلې په اړه وپوهېږي، دا دوه مسایل یو له بل څخه نه‌شي جلا کېدی او نه‌شي کېدلی پر يوه بل ته ترجيح ورکول شي. دا اړینه ده چې بشردوستانه مرستې بشري حقونو ته په درناوي سره وویشل شي او په‌دې پروسه کې د مېرمنو بشپړ شتون د مرستې چمتو کونکو او د مرستې ترلاسه کونکو په توګه خورا مهم دی."

په همدې حال کې د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب د بشري مرستو لپاره د افغانانو سختو اړتياوو ته په اشارې سره په دغه هېواد کې د کارکوونکو او مرستندويه ادارو د فعاليتونو پر اړتيا ټينګار وکړ.

هغه وویل: "موږ له ټولو نړیوالو بنسټونو مننه کوو چې افغانستان کې په‌دې وضعیت کې کار کوي او مرسته کوي، په ځانګړې توګه په‌داسې حال کې چې خلک تر ټولو زیاتې مرستې ته اړتیا لري هغه خلک دي چې په کلیو او ولسوالیو کې ژوند کوي، ځکه چې دوی د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي او هیڅ شی نه‌لري چې هغه وکري، حاصل ترلاسه کړي او د کورنيو لپاره يې بسنه وکړي."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې ځينو مرستندويه سازمانونو په ځلونو ادعا کړې چې پر ښځينه کارکوونکو د محدوديت ترڅنګ د طالبانو حکومت د دوی د مرستو د وېش په پروسه کې مداخله کړې او د دوی کارکوونکي يې نيولي.

هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نيول شویو او ورک شویو کارکوونکو سره د پیوستون نړیواله ورځ د یو ژورنالېست "الک کولت" چې په ختیځ کې يې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې سره کار کاوه د نیول کېدو د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

هغه په ۱۹۸۵ کال کې د وسله‌والو کسانو له‌خوا ونیول شو او بیا یې جسد په ۲۰۰۹ کال کې په لبنان کې وموندل شو.

ملګرو ملتونو د دې ورځې په تړاو په خپله ویبپاڼه کې ليکلي، د دغه سازمان مرستندويه او بشري کارکوونکي د تاوتريخوالي، نيونې او تښتونې په څېر ګواښونو سره مخ دي او له ۲۰۲۲ کال راهیسې د يادې ادارې ۳۸۱ کارکوونکي نیول شوي چې له دې ډلې ۷ تنه یې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې نیول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG