د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د افغانستان ځینو سیمو کې واورې او بارانونه؛ خلک: په لویو لارو کې د تګ راتګ پر مهال ستونزې ډېرې شوي


د سالنګ لویې لارې یوه څنډه
د سالنګ لویې لارې یوه څنډه

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران له ورېدو وروسته یو شمېر مسافر، موټر چلوونکي او د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان وايي چې پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.

د واورو او بارانونو پیل د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د لویو لارو د مسافرو او موتړ چلوونکو ستونزې ډېرې کړي دي.

سميع احمدي، چې د دوشنبې په ورځ له کابل څخه کندوز ته تللى، وايي چې د سالنګ پر لويه لاره د ترافيکي ګڼې ګوڼې او د واورو د ډېروالي له امله يې څو ساعته په سړه هوا کې انتظار کړى.

سمیع احمدي وايي: د شپې له خوا کابل ته راتلم او شاوخوا درې ساعته د سالنګ په تونل کې بند پاتې شوم، لاره ډېره خرابه ده.

هغه وویل: "د واورو او بارانونو ستونزې ډېرې شوې. په دې ورځو کې ټېلري موتړ هم ډېر تګ راتګ کوي، د شپې له خوا کابل ته راتلم او شاوخوا درې ساعته د سالنګ په تونل کې بند پاتې شوم، لاره ډېره خرابه ده. ډېرې ستونزې رامنځته کوي تر دې حده چې موټرونه عوارض پيدا کوي."

د بدخشان ولايت يو اوسېدونکى ډاکتر محفوظ سلطاني وايي چې د يکشنبې او دوشنبې ورځو اورښتـوو او سېلابونو د دغه ولايت د ځينو ولسواليو نښلېدونکې لارې بندې کړې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په ډېری ولسواليو کې د واورو د ورېدو او سېلابونو له امله لارې بندې شوې او په يو شمېر ولسواليو کې نښلېدونکې لارې هم بندې دي او په نسي ولسوالۍ کې د بارانونو او سېلابونو له امله د سړک يوه برخه تړل شوې او د سړک یوه بله برخه بنده ده او د کشم او فیض اباد کې هم سېلابونو لاره بنده کړې وه چې له امله يې موټرونه د څو ساعتونو لپاره ولاړ و."

سلطاني زياته کړه چې د دوشنبې په ورځ یوه امیندواره مور چې د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ولادت لپاره روغتیايي مرکز ته وړل کېده، د لارې د بندو له امله په لاره کې مړه شوه.

په غزني کې له واورې وروسته د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
په غزني کې له واورې وروسته د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

فضل احمد، چې په دې وروستیو کې يې غزني او کندهار ولایتونو ته سفر کړى، د دغه مسير د ستونزو په اړه يې ازادي راډيو ته وویل: "له کابل څخه تر غزني پورې په لاره کې ځينې ستونزې وې. سړک يخ وهلى و، موږ په ۱۳ ساعتونو کې د لسو ساعتونو سفر وکړ."

د شمال او شمال ختيځو ولايتونو د لويې لارې د يو مسافر وړونکي شرکت مسوول عنايت الله هم د دغه مسير د ځينو لارو او سړکونو له خرابوالي شکايت کوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د واورو، باران او سېلابونو له راتلو سره د سړکونو خرابوالى مخ په زیاتېدو دی چې د تګ راتګ په وخت کې ورسره موټرونه تخنیکي ستونزې پيدا کـوي.

عنایت الله: په سالنګ کې لا هم ستونزې شته، ډېرى برخې لا هم خامه دي چې زموږ موټر ورسره ستونزې لري.

هغه وويل: "د تخار او بدخشان په شمال لوېديځ لاره کې ډېرې ستونزې دي او له چې سېلاب راشي ، ستونزې زياتېږي، په سالنګ کې لا هم ستونزې شته، ډېرى برخې لا هم خامه دي چې زموږ موټر ورسره ستونزې لري."

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د سړکونو ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي.

د سړکونو د خرابوالي او د واورو، باران او سېلابونو له امله د تړلو لارو د خلاصولو لپاره د چمتووالي په اړه د دغو موټر چلوونکو او مسافرو د ستونزو په اړه د ټـولګټو چارو وزارت له ویاند اشرف حق شنان سره خبرې وشوې، خو نوموړي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لار د سالنګ تونل د بنسټیزې بیارغونې په موخه له څلورو میاشتو راهیسې تړل شوې وه او شاوخوا یوه میاشت وړاندې بېرته پرانیستل شوه.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې تل د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فرعي سړکونو او لویو لارو د جوړولو اعلانونه کړي، خو خلک وايي چې له دې ټولو هڅو سره سره بیا هم لارې په ځانګړي ډول لویې لارې ويجاړې پاتې او په بشپړه توګه نه دي رغول شوي، دوى وايي چې د دې سړکونو او لویو لارو ځینې برخې بیارغونې ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG