د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

افغانستان

دبلیو اېف پي: د بودجې کمښت مو افغانستان کې د فعالیتونو پر وړاندې ګواښ دی

له یو شمېر افغان بې‌وزله کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرستې
له یو شمېر افغان بې‌وزله کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرستې

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي د بودجې کمښت، په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو پر وړاندې یوازنی ګواښ دی.

دې ادارې پرون پر ټویټر ولیکل چې د دوی کاروانونو هره ورځ د ژمي په سړو، واوره او باران کې شااوخوا ۲۳ ملیون افغانانو ته مرستې رسولي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې مخکې خبرداری ورکړی و چې د اوکراین جګړې د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او په دې ترڅ کې په جګړه‌ځپلي افغانستان کې چې خلک‌یې د خوراکي موادو د پېرلو وس نه‌لري هم د اړتیا وړ شیانو بیې لوړې شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګري ملتونه: څه باندې ۱۲ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي څو د بل وخت خواړه له کومې کړي

ارشیف: په فراه کې بېوزله مېرمنې
ارشیف: په فراه کې بېوزله مېرمنې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې په میلیونونو خلک لوی اختر نمانځي، په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي څو د بل وخت خواړه له کومې کړي.

دغې ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه ویډیو کې ویلي، په افغانستان کې په هرو څلورو کسانو کې یو یې ماښام په وږي نس ویده کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو، روان میلادي کال په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي، یعنې ۲۳ عشاریه ۷ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم سعودي عربستان راروانه یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو طالبانو ویلي، په افغانستان کې به دوشنبه لوی اختر وي.

پزشکیان: د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړم

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کاندید مسعود پزشکیان
د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کاندید مسعود پزشکیان

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو یو کاندید وايي، د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړي.

مسعود پزشکیان، چې په ایران کې د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ د راروانو ټاکنو له شپږو کاندیدانو دی، پرون د خپلې پالیسۍ د اعلان پر مهال دا څرګندونې وکړې.

هغه ویلي، که دغه ټاکنې وګټي، د ایران د کورنیو چارو وزارت ته به دنده وسپاري چې سرحدونه په بشپړ ډول وتړي او ایران ته د نورو پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

په نظرپوښتنو کې ویل شوي چې پزشکیان په دغو ټاکنو کې ښايي تر نورو مخکې وي او هغه ویلي، له اروپايي هېوادونو سره به په ایران کې د اوسنیو پناه غوښتونکو مسئله تنظیم کړي چې دغه هېوادونه دا پناه غوښتونکي ومني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۳ ملیونه او ۸ لکو ته رسېږي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د دوی د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

بینېټ: پر افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د منلو نه دی، دوی باید ښوونځيو ته ولاړې شي

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یوځل بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.

بینېټ دا څرګندونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د زر ورځو د تېرېدو په تړاو کړې دي.

ده نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا بندیز نه ده منلو دی نه د تصور وړ دی او لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي.

پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

بریتانیا: افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو پر بندېدو د اعتراضونو په ترڅ کې د بریتانیا سفارت ویلي چې افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پر خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د ښځو زده‌کړې حیاتي دي.

وړاندې په دې پيغام کې راغلي چې بریتانیا د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو زر ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

امیري: د ۱۰۰۰ ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو ته په اشارې وايي چې د ځوانانو د زرو ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه.

اغلې امیري بېګا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر همداراز لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې داسې افراطي سیاستونه په‌کې تعقیبېږي او له همدې امله په انزوا کې دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او له هغې راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې ووتې.

طلبان وايي، د نجونو زده‌کړو پیلولو لپاره ترتیب برابروي، خو نیوکه دا ده چې دوی په پلمې جوړوي او نه غواړي څو نجونې زده‌کړې وکړي.

کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده

افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګینې یا پي‌این‌جي ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار یې پیدا کړه.

په نننۍ سیالي کې افغانستان وتوانېد د پاپوا نیوګینې د ۹۶ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په اوټ کېدو په څه باندې ۱۵ اوورونو کې پوره کړي.

د افغانستام لپاره په توپوهنه کې ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې.

هغه ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړای شوې.

په توپ اچونه کې بیا د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي درې، نوین الحق ۲، نور احمد یوه ویکټه واخیسته او پاتې سیال لوبغاړي رن اوټ شوي وو.

تمه ده افغانستان د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې له هند، اسټرالیا او یوه بل ټیم سره چې احتمالاً د ډي ګروپ دویم ټیم به وي مخ شي.

خو تر اتو غوره پړاو مخکې افغانستان د جون په اتلسمه راتلونکې سه شنبه له کوربه ویست اینډیز سره مخ کېږي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د پي اين جي پر وړاندې توپ اچونه غوره کړه

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د پي‌اين‌جي پر وړاندې پيلوي.

سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیلېږي، پچه یې افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.

راشدخان په خپلو خبرو کې وویل چې په دې لوبه کې هم هماغه یولس کسیزه لوبډله لوبه کوي چې په تېرو دوو سیالیو کې یې لوبه کړې وه.

دا په روان ټورنمنټ کې د افغانستان درېیمه سیالي ده چې په ګټلو سره به یې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي.

افغانستان په تېرو دوو سیالیو کې د یوګاندا او نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.

د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د هېواد په اتو ولایتونو کې سخت بارانونه واوري او ښايي په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شي

دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د سخت باران، تېزو بادونو او سېلابونو وړاندوینه کوي.

د اورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې، او د باد سرعت په هر ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

تېره میاشت د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې سېلابونو نژدې ۵۰۰ تنه مړه، سلګونه نور ژوبل کړل او دغه راز یې ډېر مالي تاوانونه واړول.

بورکینافاسو د تروریستي پېښو له پلوه تر افغانستان وړاندې شو

ارشیف: بورکینافاسو کې له یوې پېښې وروسته امنیتي ځواکونه د پلټنو پر مهال
ارشیف: بورکینافاسو کې له یوې پېښې وروسته امنیتي ځواکونه د پلټنو پر مهال

بورکینافاسو د تروریستي پېښو له پلوه تر افغانستان وړاندې شو او په نړۍ کې له تروریزم څخه تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد وپېژندل شو.

تېر کال په بورکینافاسو کې نژدې دوه زره کسان ووژل شول.

دا خبره د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ (IEP) په نوي راپور کې راغلې او ویل شوي چې په ۲۰۲۴م کې یې په نړۍ کې په تروریستي پېښو کې د ۱۹۰۷ تنو وژل کېدا او د ۴۴۲ تنو ژوبلېدا ثبت کړې ده.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبله هر کال په پرله پسې توګه زیاته شوې ده.

د اسلامي دولت سختدریځه ډله په بورکینافاسو کې هم د افغانستان په شان په بریدونو کې لاس لري.

دې ډلې په دغه افریقايي هېواد کې فعالیت ډېر کړی.

تېر کال یې دوه بریدونه کړي وو، خو سږ کال یې تراوسه د ۷ حملو مسوولیت منلی دی.

ملګري ملتونه: ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه او سل زره ډالره مالي مرسته کړې

د ایټالیا بیرغ
د ایټالیا بیرغ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان وکړ چې ایټالیا له افغانستان سره درې میلیونه او سل زره ډالره مالي مرسته کړې ده.

دغه صندوق پرون، پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې په دې مرستو به د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار واخیستل شي او د دې ترڅنګ به له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د دوامداره حللارو د موندلو هڅې پیاوړې شی.

دا له افغانستان سره د دغه صندوق له لارې د ايټاليا لومړۍ مالي مرسته ده.

د دې اونۍ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق له افغانستان سره د ډنمارک د ۷ میلیونه او ۲۹ زره ډالري مرستې خبر ورکړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG