د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

افغانستان

د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې د واورې ورېدو اټکل شوی

په بلخ کې یو ماشوم د خپلې خیمې ته د تللې لارې څخه واوره پاکوي.
په بلخ کې یو ماشوم د خپلې خیمې ته د تللې لارې څخه واوره پاکوي.

د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم سبا او بل سبا د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر مرکزي او جنوبي سیمو کې واوره وورېږي.

د سړې هوا دا ټکل په داسې وخت کې شوی دی چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان په ځینو جنوب ختیځ او ځینو شمالي ولایتونو کې سبا او بل سبا د باران د ورېدو اټکل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په شمال کې ملخانو کروندو ته زیانونه اړولي

ارشیف: په افغانستان کې ملخانو له دې وړاندې هم د کروندګرو کروندو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په افغانستان کې ملخانو له دې وړاندې هم د کروندګرو کروندو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان شمالي ولایتونه د پرله‌پسې دوهم کال لپاره د ملخانو له سخت افت سره مخ دی.

یواین نیوز UN News بېګا په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دا خبره کړې او ویلې یې دي چې دغه افت د افغانستان د غنمو، سبزیجاتو او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

په هغه ویډیو کې چې په دې پاڼه کې خپره شوې د محمد ابراهیم په نوم یو بزګروایي: "ټول تاوان دی. په خپله وینئ چې له دې خوا یې شروع کړې، مالچرې یې خوړلي او هغه یې خلاص کړي. اوس یې په فصل شروع کړې. دا فصل چې وخوري بیا ښکته شېوه کېږي، پیاز، ترکاري، شوتله او ونه هغه ټول خوري. نور به څه شی راته پاتې شي؟ له لاندې خوا چینجیو ورباندې شروع کړې، هغه یې د لاندې خوانه وهي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې ریس ریچارډ ترینچارډ وایي، مراکشي ملخان په نړۍ کې د نباتاتو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي چې د ده خبره د له منځه وړلو لپاره یې د افغانستان د کرڼۍ او مالدارۍ وزارت یو لوی کمپاین پیل کړی دی.

د خوړو او کرنې اداره وایي چې حکومتي کارکوونکي روزي څو هغه سیمې د حشراتو ضد دوا پاشۍ لپاره په نښه کړي چې ملخانو په‌کې هګۍ اچولي دي.

طالبانو یوځل بیا دوشنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت یوځل بیا ټینګار کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، څرنګه چې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی، په افغانستان کې به د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

هغه ویلي: "یوځل بیا یادونه کوو چې نن شنبې د عرفې ورځ نه ده بلکې سبا یکشنبې د عرفې ورځ او دوشنبې به هم د لوی اخترلومړی ورځ وي."

هغه زیاته کړې چې همدا شرعي حکم دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلانوي، سعوي عربستان سبا یکشنبې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې او په سلګونو زره حاجیان نن د عرفات په غونډۍ کې راټول شوي، لمونځونه او دعاګانې کوي.

د چارواکو په خبره٬ سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان شاوخوا دېرش زره حاجیانو ګډون کړی دی.

ملګري ملتونه: څه باندې ۱۲ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي څو د بل وخت خواړه له کومې کړي

ارشیف: په فراه کې بېوزله مېرمنې
ارشیف: په فراه کې بېوزله مېرمنې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې په میلیونونو خلک لوی اختر نمانځي، په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي څو د بل وخت خواړه له کومې کړي.

دغې ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه ویډیو کې ویلي، په افغانستان کې په هرو څلورو کسانو کې یو یې ماښام په وږي نس ویده کېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو، روان میلادي کال په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي، یعنې ۲۳ عشاریه ۷ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم سعودي عربستان راروانه یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو طالبانو ویلي، په افغانستان کې به دوشنبه لوی اختر وي.

پزشکیان: د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړم

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کاندید مسعود پزشکیان
د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کاندید مسعود پزشکیان

د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو یو کاندید وايي، د بریالي کېدو په صورت کې به د ایران پولې د افغانانو پرمخ وتړي.

مسعود پزشکیان، چې په ایران کې د جون پر ۲۸مه د ولسمشرۍ د راروانو ټاکنو له شپږو کاندیدانو دی، پرون د خپلې پالیسۍ د اعلان پر مهال دا څرګندونې وکړې.

هغه ویلي، که دغه ټاکنې وګټي، د ایران د کورنیو چارو وزارت ته به دنده وسپاري چې سرحدونه په بشپړ ډول وتړي او ایران ته د نورو پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

په نظرپوښتنو کې ویل شوي چې پزشکیان په دغو ټاکنو کې ښايي تر نورو مخکې وي او هغه ویلي، له اروپايي هېوادونو سره به په ایران کې د اوسنیو پناه غوښتونکو مسئله تنظیم کړي چې دغه هېوادونه دا پناه غوښتونکي ومني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، په ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۳ ملیونه او ۸ لکو ته رسېږي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د دوی د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

بینېټ: پر افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د منلو نه دی، دوی باید ښوونځيو ته ولاړې شي

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یوځل بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.

بینېټ دا څرګندونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د زر ورځو د تېرېدو په تړاو کړې دي.

ده نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا بندیز نه ده منلو دی نه د تصور وړ دی او لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي.

پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

بریتانیا: افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو پر بندېدو د اعتراضونو په ترڅ کې د بریتانیا سفارت ویلي چې افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ۱۰۰۰ ورځې له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پر خپل ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د ښځو زده‌کړې حیاتي دي.

وړاندې په دې پيغام کې راغلي چې بریتانیا د افغان نجونو او ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

پرون پنجشنبه د جون ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو زر ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

امیري: د ۱۰۰۰ ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځو ته په اشارې وايي چې د ځوانانو د زرو ورځو خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی له منځه ولاړه.

اغلې امیري بېګا په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر همداراز لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې داسې افراطي سیاستونه په‌کې تعقیبېږي او له همدې امله په انزوا کې دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې او له هغې راهیسې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې ووتې.

طلبان وايي، د نجونو زده‌کړو پیلولو لپاره ترتیب برابروي، خو نیوکه دا ده چې دوی په پلمې جوړوي او نه غواړي څو نجونې زده‌کړې وکړي.

کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده

افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د لوبې پر مهال
افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګینې یا پي‌این‌جي ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار یې پیدا کړه.

په نننۍ سیالي کې افغانستان وتوانېد د پاپوا نیوګینې د ۹۶ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په اوټ کېدو په څه باندې ۱۵ اوورونو کې پوره کړي.

د افغانستام لپاره په توپوهنه کې ډېرې منډې ګلبدین نایب وکړې.

هغه ۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړای شوې.

په توپ اچونه کې بیا د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي درې، نوین الحق ۲، نور احمد یوه ویکټه واخیسته او پاتې سیال لوبغاړي رن اوټ شوي وو.

تمه ده افغانستان د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې له هند، اسټرالیا او یوه بل ټیم سره چې احتمالاً د ډي ګروپ دویم ټیم به وي مخ شي.

خو تر اتو غوره پړاو مخکې افغانستان د جون په اتلسمه راتلونکې سه شنبه له کوربه ویست اینډیز سره مخ کېږي.

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د پي اين جي پر وړاندې توپ اچونه غوره کړه

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د پي‌اين‌جي پر وړاندې پيلوي.

سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیلېږي، پچه یې افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.

راشدخان په خپلو خبرو کې وویل چې په دې لوبه کې هم هماغه یولس کسیزه لوبډله لوبه کوي چې په تېرو دوو سیالیو کې یې لوبه کړې وه.

دا په روان ټورنمنټ کې د افغانستان درېیمه سیالي ده چې په ګټلو سره به یې د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته ورسېږي.

افغانستان په تېرو دوو سیالیو کې د یوګاندا او نیوزیلینډ لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.

د افغانستان په اتو ولایتونو کې د بارانونو، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د هېواد په اتو ولایتونو کې سخت بارانونه واوري او ښايي په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو سبب شي

دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د سخت باران، تېزو بادونو او سېلابونو وړاندوینه کوي.

د اورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې، او د باد سرعت په هر ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

تېره میاشت د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې سېلابونو نژدې ۵۰۰ تنه مړه، سلګونه نور ژوبل کړل او دغه راز یې ډېر مالي تاوانونه واړول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG