د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری؛ مخکیني زیانمن شوي خلک: هېچا زموږ لاسنیوی نه دی کړی


د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف
د افغانستان یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمن شویو هغو لسو هېوادونو په ډله کې دى چې سږکال ویجاړونکي سېلابونه پرې راغلي.

داسې سېلابونه چې په بېلابېلو ولايتونو کې یې د ځاني زيانونو تر څنګ خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

خو د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو يو شمېر زيانمن شوې کورنۍ ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت او مرستندويه ادارو هېڅ ډول مرسته دوی ورسره نه ده کړې.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د دامان اوسېدونکی ملک یعقوب وايي، که څه هم وروستیو سېلابونو د دې سیمې خلک سخت زیانمن کړي، خو له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

نوموړی وایي:

"مخکې چې کوم سېلابونه د خلکو په کورورنو راغلي وو، خوراکي توکي یې له منځه وړي وو او او ځينې کورونه يې ويجاړ کړي وو، ډېر خلک ناروغان شوي که بيا هم سېلابونه راشي په همدې لاره تېرېږي تر اوسه دولتي موسساتو له مونږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې."

د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ اوسېدونکی سيد محمد هاشم هم شکايت کوي، چې سېلاب د دوی ټوله هستي له ځانه سره وړې او مرستې ته سخته اړتيا لري.

هغه زیاتوي:

"سېلابونو د دې سيمې اوسيدونکو ته بې شمېره زيانونه اړولي دي، خلکو ته هېڅ نه دي ور پاتې، کورنیو او بهرنيو موسسو له مونږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې، زمونږ هېله له خلکو، مرستندويه ادارو او دولته دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي زمونږ څاروي هم لا خوړو لپاره هېڅ نه لري."

د ننګرهار یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف
د ننګرهار یوه سېلاب ځپلې سیمه - ارشیف

خو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د بېړنيو حالاتو د عملياتي مرکز مشر خوشحال زماني وايي، چې په روان کال کې دوی د بېلابېلو پېښو له امله له ١٥٠ زرو ډېرو زيانمنو شويو کورنيو سره مرستې کړې دي.

زماني وایي:

"د روان کال د عمل له میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۵۰ زره کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدې پیسې ویشل شوي."

په ورته وخت کې د افغانې سرې مياشتې ټولنې د شنبې په ورځ په دوو بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي، چې په کابل، ميدان وردګ او ننګرهار ولايتونو کې یې د سېلابونو له امله په ٥٠٠ زيانمنو شويو کورنيو نغدي مرستې وېشلې دي.

د دغو خبرپاڼو پر بنسټ، دغه مرستې د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ شوي او هرې کورنۍ ته لس زره او پنځه سوه افغانۍ( ١٠٥٠٠) نغدي مرستې رسېدلي.

تازه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سېلابونو وړاندوينه کړې.

دا هم د لوګر ولایت یوه سېلاب ځپلې سیمه
دا هم د لوګر ولایت یوه سېلاب ځپلې سیمه

په دغو ولایتونو کې کابل، کاپیسا، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي، خو تر اوسه په دغو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوى.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، دغو يولسو ولايتونو کې د احتمالي خطرونو لپاره چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه وزارت چارواکو مخکې په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې تېر کال په افغانستان کې د سېلابونو په ګډون په طبیعي پېښو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG