د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

خپل هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنېدو دا ځل د ایران تر پخوا جدي ټینګار


د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او ایران نور نه شي کولای نور دوی ته خدمتونو وړاندې کړي.

عبداللهیان د چارشنبې په ورځ په جنیوا کې د کډوالو د نړیوال فورم غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د دغو افغان کډوالو ډېر شمېر اروپا ته د کډوالۍ په هڅه کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغان کډوال د روغتیا، پوهنې او روزنې په ځانګړې ډول اوبو، برېښنا او انرژي په ګډون د خپل هېواد د اساسي سرچینو پر وړاندې "جدي ننګونه" وبلله.

هغه زياته کړه چې د افغان کډوالو ستونزه پرته له دې چې خپل هیواد ته ستانه شي بل ډول نه شي حل کیدای.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل:

"موږ هڅه کړې چې د افغان کډوالو لپاره د ژوند مناسب شرایط، طبي او روغتیایی اسانتیاوې او همدارنګه د زده کړې زمینه برابره کړو، ټول ښوونځي ته تلونکي افغان ماشومان، پرته له دې چې د دوی د کډوالی حالت یا د مور او پلار یې په پام کې ونیول شي، د ایران په دولتي ښوونځیو کې یې نوم لیکنه کېږي."

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، ګاونډیو هېوادونو، مرسته کوونکو هېوادونو او نورو ښکېلو خواوو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د اغېزناکې همکارۍ په موخه دې خپل هېواد ته د کډوالو د راجلبولو لپاره مناسب اقتصادي، امنیتي او سیاسي بنسټونه رامنځته کړي.

امير عبداللهيان طالبان خپل هېواد ته د ستنېدنې په برخه کې مسوول وبلل.

تر دې مخکې هم ايران چارواکو ویلي وو چې د طالبانو د یوه پلاوي د سفر پر مهال دوى د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو موضوع یاده کړې وه، خو د دوی په خبره د طالبانو حکومت له ایرانه وخت غوښتنی و.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په جنیوا کې د کډوالو د نړیوالې فورم په غونډه کې د افغان کډوالو لپاره د ډېرو اسانتیاوو د برابرولو یادونه وکړه، خو افغان کډوال وايي چې په ایران کې له ستونزو ستړي شوي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.

دوی افغانستان ته د خپل بېرته تګ په اړه هم اندېښمن دي.

زهرا یوه له هغو افغان کډوالو څخه ده چې وايي له دوو کلونو راهیسې ایران ته کډواله شوې او له ډېرو ستونزو سره سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل غواړي بېرته افغانستان ته لاړه شي خو د دې په وینا په افغانستان کې د ژوند شرایط ورته مناسب نه دي.

زهرا وایي:

"زما یوازې یو ماشوم ښوونځي ته د تګ لپاره برابر وو که څه هم ما ډېر فیس ورکړ، خو هغه ونه منل شو، دوی ویل چې موږ بهرني اتباع نه منو، موږ دلته د اړتیا له مخې راغلي یو، تر هر ځای وېن غوره دی خو چې کار وي، موږ وکولی شو د خپلو ماشومانو لپاره نفقه وګټو، او زموږ کورنۍ ته زیان ونه رسیږي، نو ولې موږ بیرته ستانه نه شوو؟. "

افغان کډوال په پرله پسې ډول د ایران له ناوړه چلند څخه شکایت لري
افغان کډوال په پرله پسې ډول د ایران له ناوړه چلند څخه شکایت لري

مجیب الله روفي چې په ایران کې یو بل افغان کډوال دی وايي چې په دغه هېواد کې د افغانانو حالات خراب شوي او ډیری دوی سختې شپې، ورځې تېروي.

روفي زیاتوي:

"اوس مهال په ایران کې وضعیت داسې نه دی چې افغانان دې ایران ته راشي او عادي ژوند دې وکړي. په ایران کې ستونزې او بې وزلي شته خو بيا هم خلک راځي، زما په شمول کډوال افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه ډېر اندېښمن دي. له بې کارۍ کړېږو، په افغانستان کې کار نشته، خلک خپله روزي نه شي پيدا کولى او یوې مړۍ ډوډۍ ته اړتیا لري".

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د روان کال د ډسمبر مياشتې په١٣ د کډوالو د نړیوال فورم په نوم یوه لویه درې ورځنۍ غونډه رابللې.

د دغه کمېشنرۍ په وینا، په دې غونډه کې به کارپوهان په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۳۶ میلیونو کډوالو پر وړاندې شته ننګونې په نښه او پر حل لارو يې کار وکړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان په څېر ايران هم افغانستان ته د افغانانو د جبري شړلو لړۍ چټکه کړې او په تېرو څو مياشتو کې يې شاوخوا ٣٥٠ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG