د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

چارواکي: په ایران کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو ډېر غوښتونکي افغانان دي


ارشیف: په ایران کې د یوی تولیدي فابریکې انځور
ارشیف: په ایران کې د یوی تولیدي فابریکې انځور

یوه ایراني چارواکي خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو ډېر غوښتونکي افغانان دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نه ملاتړ په اړه د ځینو افغان فابریکو څښتنانو او سوداګرو له نیوکو وروسته، یوه ایراني چارواکي په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو زیات غوښتونکي افغانان دي.

د ایران د بهرنۍ پانګه‌ونې ټولنې مشر حسین سلیمي د دغه هېواد د کارګرانو له يو اژانس 'ايلنا' سره په خبرو کې ويلي، افغانان په وړو پروژو کې د پانګونې غوښتنه کوي او په ایران کې د دوی د پانګه‌ونې د پروژو ارزښت شاوخوا دوه میلیونه ډالره دی.

که څه هم سلیمي په ایران کې د هغو افغانانو کره شمېره وړاندې نه‌کړه چې د پانګونې غوښتونکي دي، خو ویې ویل، په روان کال کې په ایران کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د صادر شویو جوازونو ارزښت څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې ډېری یې د ترکیې، افغانستان، عراق، د منځنۍ اسیا هېوادونو، چینایانو او اروپايي وګړو ته صادر شوي دي.

خو ولې دغه افغان پانګوال له افغانستان خپلې پیسې وباسي او په ایران کې پانګونه کوي؟

یو شمېر دغه پانګوال وايي، په افغانستان کې مناسب چاپېریال نه‌شته، چې له همدې امله یې په ایران کې پانګه‌ونه کړې ده.

صعود بختیار په ایران کې یو له افغان پانګوالو څخه دی چې د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته دغه هېواد ته تللی، په ایران کې د خپلې پانګونې لامل افغانستان کې د پانګونې لپاره ناسم چاپېریال ګڼي.

هغه چې د ۱۰زره امریکايي ډالرو په پانګونې یې په ایران کې د جرابو د تولید فابریکه جوړه کړې، ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د ناوړه شرایطو له امله چې هلته ژوند کول سخت دي، په تېره بیا د هغو کسانو لپاره چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه. ما د دې لپاره چې چاته اړ نه‌شم او يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړم، د جرابو د توليد دا کارخونه مې جوړه کړه. دا کار ما د خپل ذوق او خوښۍ له امله نه‌دی کړی، بلکې له يوې بدمرغۍ له امله مو کړی."

ښځينه افغان سوداګره صدیقه رسولي چې په کابل کې یې د لاسي صنایعو او افغاني جامو په برخه کې پانګونه کړې وايي، د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته يې کارو بار پيکه شوی او خپله پانګه یې ایران ته ولېږدوله.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "ما هيڅ پلورنه درلوده، هټۍ مو وتړل شوه، ورځ په ورځ پېرودونکي کمېدل، د طالبانو له راتګ وروسته زه دوه مياشتې په افغانستان کې وم، خو وروسته ايران ته راغلم، دلته مو اته زره ډالر پانګونه وکړه."

په هرات کې د کالیو ګنډلو یوه کارخونه
په هرات کې د کالیو ګنډلو یوه کارخونه

دا په داسې حال کې ده چې مخکې په افغانستان کې ګڼو سوداګرو مېرمنو ادعا کړې وه چې کاري چاپېریال د دوی لپاره مناسب نه‌دی او د تېرو کلونو په څېر پلور نه‌لري.

دغه راز تر دې مخکې د فابريکو يو شمېر څښتنانو د حکومت نه ملاتړ او د خامو موادو د لوړو بيو په اړه ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کړی و او ویلي یې وو چې د دوی سلګونه فابریکې تړل شوي او مسلکي کسان له هېواده وتلي دي.

خو د دوشنبې په ورځ، د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په خپله ايکسپاڼه کې د افغانستان د صادراتو په تاریخ کې بې‌ساري زیاتوالی خبر ورکړی.

ياد معاونيت زياته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان له ۱،۷ میلیارد ډالرو ډېر صادرات درلودل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه که څه هم په هېواد کې د پانګونې او صادراتو وضعیت ښه بولي، خو وايي چې لا هم د یو شمېر فابریکو خاوندان له هېواده بهر ژوند کوي او کارخونې یې غیرفعاله دي.

د يادې خونې د دارالانشا مشر اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وويل: "زموږ د فابريکو يو شمېر ماشینونه اوس پرچاو دي چې څښتنان يې بهر دي، خو يو شمېر نور فعال دي، صادرات يې ښه دي او وضعيت يې ښه دى."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د سوداګرو او پانګوالو په ګډون ګڼ شمېر افغانان بېلابېلو هېوادونو و په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول.

د دغو افغانانو په منځ کې د فابریکو څښتنان، صنعت‌کاران، انجینران، امنیتي ځواکونه او عام خلک هم شته چې بې‌دندو شوي دي.

XS
SM
MD
LG