د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

‌غني: ګاونډیو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله د افغان کډوالو ایستل پیل کړي


‌د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني
‌د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

‌د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې پاکستان او ایران د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان پخواني صدارعظم عمران خان په زور د کډوالو د ستنولو په بهیر سختې نیوکې کړي دي.

محمد اشرف غني د کډوالو په زوره ستنول ظالمانه او د نړیوالو اصولو خلاف بللي او عمران خان بیا ویلي چې دا کړنه به د پاکستان په اړه افغانانو کې منفي احساسات پيدا کړي او د کابل او اسلام اباد ترمنځ اوږد مهاله اړیکې به خرابې کړي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر 'د ژوند لار' په نوم د پوډ کاستونو د یوې نوې پیل شوې لړۍ په لومړۍ خپرونه کې چې تازه د هغه پر ایکسپاڼه خپره شوې ویلي چې پاکستان او ایران د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې ده.

غني ویلي: "اوسمهال افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام په بې‌ساري ډول کم شوی او اوس موږ د سومالیا په صف کې ولاړ یوو."

نوموړي ویلي چې نړیوالې ټولنې د کډوالو د اخراج په برخه کې په پاکستان او ایران فشار نه دی راوستی، خو غني ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي فشار د پای ته رسولو لپاره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو شرایط برابر کړي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023

غني دغه شان ویلي چې د دغو کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید افغانستان په کال کې نهه سلنه اقنصادي وده ولري، که څه هم نوموړي د افغانستان اقتصادي ودې ته خوشبینې ښودلې، خو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو نظام مشروع نه دی او له همدې امله افغانستان اوسمهال په بېلابېلو برخو کې شا تګ کړی دی.

هغه وويل، په افغانستان کې د پاسپورټونو پراخې غوښتنې ښيي چې خلک د راتلونکي په اړه ناهیلي دي او د ښځو پر زده کړو بنديز له افغانستان څخه د کډوالې نوې څپې ته لاره هواره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په مشرۍ یو پلاوي د کډوالو د ستونزو په اړه پاکستان ته سفر کړی او د دې هېواد به بېلابېلو چارواکو سره یې په خبرو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان په مرسته ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په یوه اعلامیه کې چې د هغه په ایکسپاڼه خپره شوې ویلي چې د یو اعشاریه پنځه میلیونه کډوالو ساتل د داسې یو هېواد لپاره چې ۲۵۰ میلیونه نفوس لري دروند بار نه دی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی په دې اعلامیه کې ویلي :"هغه کسان چې د جنګ او نورو ستونزو له امله کډوالۍ ته اړ شوي له هغوی سره ښه چلند او درناوی پر موږ فرض دی."

نوموړي ویلي چې پاکستان ته د یوې خوندي راتلونکې لپاره اړینه ده چې دغه هېواد خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

پاکستان د تېر نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ تر دې دمه له څلور لکه ډېر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي.

یو شمېر افغانان چې تازه له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، وايي چې په داسې حال کې چې ژمی پیل شوی په خپل هېواد کې د کار او روزګار د نه موجودیت له امله له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

له پاکستانه تازه ستون شوي محمد الله ازادي راډيو ته وویل: "له سختې یخنۍ سره مخ یو، نه د سون توکي شته او نه یې د اخیستلو توان لرو، ځکه کار روزګار نه شته او د سون توکو د اخیستو لپاره پیسو ته اړتیا ده. موږ سره هیچا همکاري نه ده کړې. باید موږ ته د خلکو پام واوړي تر څو موږ سره حکومت مرسته وکړي."

له ایرانه هم یو ستون شوی افغان کډوال ورته څرګندونې وکړې.

حسیب الله الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې افغانستان ته ستانه شوي یوو، دلته کار نه شته. د ژمي په دې موسم کې د کار او ډوډۍ پیدا کول خورا سخت شوي دي، حکومت هم مرسته نه کوي. ټول راستانه شوي افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ګڼو نړیوالو بنسټونو هم ویلي چې د ژمي په درشل کې ستانه شوي افغان کډوال په کور دننه له سختو ننګونو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبیلو ایف پي' څو ورځې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د ستنېدونکي افغانان له ډلې په هر درېیو کسانو کې یو یې لا هم نه پوهېږي چې د راتلونکې وخت خواړه له کومه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG